ليکنې

څنګه سم او غوره مسلک د خپل ځان لپاره وټاکو؟

کله چې یو څوک د زده کړو له بشپړولو وروسته د خپل راتلونکې په اړه فکر کوي ، نو هغه شخص له ډیری ستونزو او فکرونو سره مخامخ کېږي او ډیری وخت د خپل مسلک ټاکلو لپاره له خپلو خپلوانو ، ملګرو ، او نورو تجربه لرونکو اشخاصو څخه مشوره اخلي.

په لومړي قدم کې تاسو باید د زده کړو له پیل څخه یعنې د ښوونځي له دورې څخه باید د ځان لپاره مسلک وټاکئ او له هماغه وخت راهیسې باید په خپل مسلک کې د مالوماتو پیدا کېدو هڅه وکړئ ، چې دا چاره به مو راتلونکي کې په خپل مسلک کې یو پوه او هوښیار کس څرګند کړي او په خپل مسلک کې به بریالي یاست.

داسې یو مسلک وټاکئ چې تاسو ور سره بې سارې او ځانګړي مینه لرئ. ځکه چې په دې مسلک کې تاسو بیا په ډیرې اسانۍ او پرته له کومو ستونزو څخه مخکې تګ کولی شئ او د خپل د خوښې اړوند مسلک کې ډېر څه زده کولی او تجربه کولی شئ.

یو مسلک وټاکئ خو د هدف په توګه یې وټاکئ یعنې د ژوند یو هدف یې ونوموئ او له ځان سره کلک هوډ او عزم وکړئ چې تاسو به په دې مسلک کې ځان رسوئ او په دې مسلک کې به تاسو نوي نوښتونه په وخت سره رامینځته کړئ. ځکه څومره مو چې موخه او هدف لوړ وي نو په هماغه کچه تاسو کولی شئ چې ډېر زیات او کره مالومات لاسته راوړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *