په څو کلنۍ د نارينه جن.سي غړی کمزوری کیږي او شوق يې پوره رالوېږي؟
لکه نور هر شی چې په ژوند کې پيل، عروج او زوال لري په هم دې شکل د انسان جنسي قوت هم خپل پيل، طلايي دوره او ورپسې د مړاوي کېدو دوران لري، کېدی شي د ځینې کسانو طلايي دوره يو څه اوږده وي نو زوال هر يوه ته راتلونکی دی
د نارينه و جنسي شوق په څو کلنۍ کمېږي؟
په انسانانو کې د شلو او دېرشو کلونو ترمنځ د جنسي شوق له اړخه یوه طلایي دوره وي، په دې کلونو کې د نارينه جنسي قوت او شوق ورځ تر بلې زیاتیږي. په ښځو کې که چېرته حمل نه وي او ماشوم پیدا نکړي هم دا چاره په دې شکل دوام لري.
خو کومې مېرمنې چې په دې کلونو کې اولادونه پيدا کړي د هغوی جنسي شوق کمېږي او وروسته بيا چې کله په دېرش کلنۍ کې د اولاد درول ودروي ددوی جنسي شوق بېرته ليدو بيداريږي؟
د نارينه جنسي شوق د کمېدو پيل
د نارينه و جنسي شوق په څلویښت کلنۍ کمېدل شروع کوي. وروسته د څلوېښت کلنۍ څخه د نارينه و په بدن کې د جنسيت د هورمون د تولید کچه راټيټېږي او دا په همدې شکل باندې دوام کوي.
ډاکټران وايي د څلوېښت کلنۍ وروسته د نارينه و جنسي شوق په کافي کچه کمیږی او ورو ورو یې نور په کپسی اړيکه کې هغه پخوانی کيفيت ، جوش او هوس نه ليدل کېږي.
د ښځو د شرمګا د وچېدو شروع
د پنځوس کلنۍ وروسته نو د جنسي اړیکې خوند له منځه ځي او تر راحت یې زحمت زياتېږي ، په دې وخت کې د نارينه جنسي غړی ډېر کم وخت لپاره لک پاتې کېږي او د ښځې جنسي غړی هم ډېر وخت وچ وي.
په دې عمر کې د ځينو درملو او مرستندويه توکو څخه په ګټه اخيستلو سره ځینې کسان د خپل جنسي ژوند کیفیت تر یوه ځایه پورې ساتي خو هغه څه چې نارينه یې په شل او دېرش کلنۍ کې حس کوي هغه بيا نه موندل کېږي.