پينځه ډوله خواړه چې سمدلاسه د ښځو جن.سي شوق فعالوي، هر
جنسي روغتيا د بدن د روغتيا يوه برخه ده او دا يو بشري حق دی چې هر انسان بايد ورڅخه برخمن وي. په ښځو کې جنسي مشکلات په کافي کچه زيات ليدل کېږي. جنسي ژوند يوازې د جنسي اړيکو د درک کولو، ترسره کولو او جاري ساتلو بيولوژيکي پروسه نده بلکې دا د نور ژوند، ټولنې، رواجونو او اخلاقو تر شديد تأثير لاندې ده.
ښځې په عموم کې د څلورو ډوله جنسي مشکلاتو څخه سر ټکوي
يو د جنسي خواست په هکله وي چې دوی جنسي شوق نلري او اشتها یې نه راځي يا کمه وي.
بل داسې وي چې اړیکې ته یې زړه کېږي خو تحریک کېږي نه بدن یې نه ورته اماده کېږي. ځينې مېرمنې یا په سختۍ انزال کېږي يا نه انزال کېږي او يا یې هم خاوند دا کار په سم ډول نشي کولی.
او په څلورم قدم کې ترټولو عام مشکل دادی چې ډېری ښځې د جنسي اړیکې په مهال د درد سره مخ کېږي او ورسره ځينې داسې وي چې د جنسي اړیکې څخه یې زړه بدېږي او هیڅ زړه نشي کولی چې دا چاره ترسره کړي.
په ښځو کې جنسي شوق زياتوونکي خواړه
په جالب ډول ګڼ شمېر تجربې ثابتوي چې مڼه د ښځو په جنسي شوق مثبت تاثير لري، هو يوازې همدا ساده مڼې چې زموږ په هېواد کې پرېمانه پيدا کېږي.
ډاکټران وايي لږ تر لږه ښځينه باید په ورځ کې يوه مڼه وخوري.
شات هم په زړه پورې خوند لري او هم قوي انتي اوکسيډان دي. ګڼ شمېر حکيمانو ويلي دي چې شات کولی شي د ښځو په شهوت باندې مثبت تاثیر وکړي.
سره مرچ د کپسايسين په نامه مواد لري چې جنسي شوق زیاتوي، په ساينسي ډول ترسره شویو څېړنو کې ثابته شوې ده چې دغه ماده په حیواناتو کې جنسي شوق زياتوي.
ددې ترڅنګ په منظم ډول د ورځې دوه دری دانې انځیر خوړل یوه یا دوې کېلې خوړل هم د ښځو جنسي شوق او قوت زیاتوي.