ليکنې

د افغانيو لپاره ترټولو بده ورځ: افغانۍ په شديد ډول د ډالر په وړاندې ولوېده، يو ډالر

افغانۍ شديده راټیټه شوه
څو ورځې کېږي چې په حيرانونکي افغانۍ د ډالر په وړاندې پورته کېږي په داسې حال کې چې افغانستان په نړيواله کچه منزوي دی په نړۍ کې یې هېڅ هېواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت نه پېژني نو د افغانیو په دې ډول لوړېدل د ډېرو لپاره حیرانونکي و.

خو نن بېرته په یوه ورځ کې افغانيو تر شپږو افغانيو ارزښت له لاسه ورکړ چې دا ډېره شديده ضربه وه. نن يو ډالر پوره ۷۹ افغانۍ کېده حال دا چې تېره ورځ يو ډالر ۷۳ افغانۍ تبادله شو.

پاکستانۍ کلداره نور هم په ځوړ روانه ده

د بل لوري په ګاونډي پاکستان کې د اسعارو بیې ورځ تر بلې خپل ثبات له لاسه ورکوي. د هرې ورځې په تېرېدو کلداره خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

تېره ورځ يو ډالر ۳۲۶ کلدارې کېده حال دا چې نن يو ډالر په ۳۲۸ کلدارو بدل شو. يو پونډ بيا نن تر ۴۰۰ هم پورته شو نن يو پونډ په ۴۰۵ کلدارې بدل شو چې د وروستيو کلونو ترټولو لوړ رقم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *