که غواړى وزن مو کم کړى دغه اړين مشروباتو اسعمال مه حيروى
د وزن کموالي مهم راز په دې کې دی ، چې تاسو د خوراک پر مهال په قابونو کې کیښودل شويو خوړو ته وګورئ .
د ځینو میوه جاتو اوبه او انرژي لرونکي مشروبات له دې ډلې څخه دي . په دې مطلب کې پینځه هغه مایعات تاسو ته در وپېژندل شي ، چې د وزن په کمولو کې له تاسو سره مرسته کوي .
اوبه:
ټول پوهیږو ، چې د وزن کمولو غوره منبع اوبه دي . کیدای شي له ځانه سره داسې و انګیرۍ ، چې هر وخت ، خو سړی نه شي کولای اوبه وڅښي ، کیدای شي ستاسو خبره سمه وي . خو که چېرې تاسو غواړۍ ستاسو وزن زیات نه شي ، نو اوبه هغه څه دي ، چې په دې برخه کې له تاسو سره مرسته کوي . دغه راز مونږ کولای شو ، چې په اوبو کې د لیمو څو څاڅکي هم ور واچوو ، دغه چاره به ستاسو د وزن د زیاتوالي مخه نیسي ، تاسو یو ځل دا ازمیښت وکړئ .
د سبزیجاتو اوبه:
آیا تاسو په دې پوهیږئ ، چې په سبزیجاتو کې شته فایبرونه ( خط داره خواړه ) د بدن د غټوالي او وزن زیاتوالي په مخنیوي کې مهم رول لوبوي ؟ د سبزیجاتو په اوبو کې له فایبرونو علاوه ځینې ترخه سبزیجات هم شته ، چې ستاسو د څکلو حس مثبت اړخ ته بیايي .
تریخ چای:
د وزن کمولو او بدن د غټوالي په مخنیوي کې د شین چای ډېر مهم رول ثابت شوی دی . کولای شو ، چې د ورځې دوه درې وارې یوه پیاله ګرم وي که یخ چای د شاتو او یا هم نورو لږو قندي موادو سره و څ%D