ليکنې

د ګران وطن د آبادۍ زېری راغى

لغمان بادپښ ولسوالۍ کې يوې مؤسسې په مالي لګښت د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلور پروژو چارې پيل شوې.
په يادو پروژو کې ۳۰ کيلو متره په اوږدوالي د نوي سړکونو جوړول، د ۴۰ کيلو متره په اوږدوالي د يو سړک ترميم، د ۲۵ کيلو متره په اوږدوالي د کانالونو پاک کاري او ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي د استنادي او محافظوي دېوالونو جوړل شامل دي، چې ورسره سم به په نوموړو پروژو کې ۲۵۰۰ فني او غيرې فني کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *