د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي پاکستان ته صادر شوي
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي چې پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي. نوموړی وایي چې یوازې تېر کال د یو مېلیارد او ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان توکي پاکستان ته صادر شوي دي. د ده په خبره چې تازه مېوه او کاني توکي پاکستان ته د هېواد تر ټولو ډېر صادرېدونکي توکي دي. عزیزي وایي، چې روسیې، پاکستان او ایران ته یې په خپلو کړو سفرونو کې د سوداګرۍ او راکړو ورکړو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي. بل خوا، ځينې سوداګر له سرپرست حکومته، په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو پر ستونزو غور وکړي. پاکستان د افغانستان یو له لوی سوداګریز شریک ګڼل کېږي او د افغانستان ډېری توکي په دودیز ډول د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي او پاکستان هم خپل سوداګریز او ټرانزیي توکي د افغانستان له لارې نورې هېوادونو ته لېږدوي.