ايا خبر يي واده کول مو له دغه ناروغۍ څخه ژغوري - Mohllat                      

ايا خبر يي واده کول مو له دغه ناروغۍ څخه ژغوري

د لف برا پوهنتون څېړونکي د یوې څېړنې په پایله کې وايي چې د واده او نژدې ملګرو لرل ښايي له تاسو سره مرسته وکړي چې د حافظې د زوال په ناورغۍ اخته نه شئ.
څېړونکي وايي دا مهمه نه ده چې تاسو له ډېرو کسانو سره اړیکي ولرئ، بلکې مهمه دا ده چې که ستاسو اړیکي له لږو کسانو سره هم وي خو چې معیاري وي یا په بله اصطلاح ستاسو د خوښې او تاسو ته له نژدي کسانو سره وي.
پروفیسوره ایف هګویرروسټ وايي، ښايي ستاسو په ژوند کې یا شاخوا ته ډېر کسان وي خو هغه چې د حافظې د زوال په مخنیوي کې رول لرلي شي، هغه کسان دي چې له تاسو سره نژدې اړیکي ولري.
نوموړې وايي نژدې ملګري او د کورنۍ غړي کولی شي چې ستاسو د روحي فشارونو په مخنیوي او کمولو کې مرسته وکړي او په دې توګه تاسو د حافظې په زوال اخته نه شئ.
هغه ټولنه چې په برتانیا کې د حافظې د زوال د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي وايي، دا مهمه ده چې تاسو با ارزښته اړیکي ولرئ او ویې پالئ.
دا څېړنه پر ۶۶۷۷ بالغو کسانو ترسره شوې. د څېړنې په پيل کې له دې ډلې هېڅ چا د حافظې د زوال ناورغي نه لرله خو د څېړنې ترپایه چې نژدې اووه کاله وخت یې ونیوه ۲۲۰ کسان تشخیص شول چې د حافظې په زوال اخته شوي دي.
دغه راز څېړنه وايي چې د واده کړو کسانو پرتله په هغو کې د حافظې په زوال د اخته کېدو چانسونه دوه برابره ډېر وي، چې واده یې نه وي کړي.
څېړونکي وايي د حافظې په زوال له اخته کېدو وروسته اکثراً ناروغان ګوښه کېږي او له خلکو سره ناسته ولاړه نه خوښوي، خو نورو ته پکار ده چې د ناورغۍ د ښه کېدو په خاطر له هغوی سره په اړیکه کې پاتې شي.
په ترسره شوې څېړنه کې خلک څارل شوي او دا نه دي څېړل شوي چې د حافظې په زوال د هر چا د اخته کېدو لامل څه و او اغېزه یې پرې څه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *