روغتيا

د پښتورګو دروغتيا لپاره بايد دا (٦) وړانديزونه په نظر کې ونيسى

د پښتورګو ناروغي يو له پخوانيو ناروغيو څخه ده چې انسانان ورڅخه له ډېر پخوا کړېږي، د پښتورګو ناروغي يا د پښتورګو د نقل يا هم د دياليز سره ممکنه ده.
د پښتورګو روغتيا ته ډېر خلک وروسته پام کوي، يانې وروسته یې ورفکر شي، حال دا چې د ماشومتوب څخه بايد انسانانو ته د پښتورګو په هکله معلومات ورکړل شي او د روغتيا لپاره یې بېدار اوسي.
پښتورګي زموږ د بدن د ملا تیر په لانديني برخه کې په دواړو خواوو کې شتون لري، د پښتورګو اصلي دنده د وینې څخه د مضرو او کارول شويو موادو اضافي توکي بېلول او بدن څخه باسل‌ دي.
د پښتورګو د روغتيا لپاره مو تاسې ته ځينې توصيې راټولې کړې دي، چې په پام کې نيولو سره به یې د پښتورګو د ناروغيو له خطر څخه تر ډېره وژغورل شئ. ١-: د وینې د شکر سويه مو په منظم ډول کنټرول کړئ
شکر د ناروغانو په نيمايي کې د‌ وخت په تېرېدو سره د پښتورګو ناروغي هم پيل کېږي، د دې لپاره په منظم ډول د خپلې وینې د شکر سویه کنټرول کړئ. ٢-: د‌ وینې فشار مو وڅارئ
د وینې نورمال فشار ۸۰-۱۲۰ دی، که د دې څخه مو فشار په مسلسل څه ډول يانې څو ورځې سر په سر لوړ و، نو باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
که مو فشار ډېر کم لوړ وي د ورځنيو تمرينونو يانې يو ډول حرکت او د مالګې په نه کارونه کولی شئ دا فشار کنټرول کړئ، خو که مو فشار تر ۱۴۰ رسېږي باید حتماً ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د ډاکټر په توصیه بايد خپل فشار د درملو په واسطه کنټرول کړئ. ٣-: خوړو ته مو پام وکړئ
د مالګې کارونه بايد په ورځ کې مو چې څومره وس وي راکمه کړئ، د پاکټي خوړو، چپسونو، برګرو په ځای بايد تازه او پاکو سبزيو ته ترجيح ورکړئ. ٤-: په مناسبه اندازه اوبه وڅښئ
په ورځ کې يو نيم او دوه ليټره اوبه حتماً‌ وڅښئ، د اوبو‌ دا سویه په ځينو وختونو کې توپیر مومي، د اميدوارۍ، تبې او سپورټ په وخت کې د لا ډېرو اوبو د مصرف کولو اړتيا پېدا کېدی شي. ٥-: سيګريټ څکول پرېږدئ
د سيګريټو څکول پرېږدئ او حتاً په کوم ځای کې چې سيګریټ څکول کېدل ورڅخه لرې واوسئ، سيګريټ د ټول بدن غړي تخريبوي او پښتورګو ته د راتلونکې وینې جريان ورو کوي. ٦-: منظم سپورټ وکړئ په اونۍ کې درې څلور ځلې کم تر کمه د دېرشو دقيقو لپاره سپورټ وکړئ، سپورټ مو د وینې جریان ګړندی کوي او د‌ وينې فشار مو ټيټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *