که غواړى لاسونه موښکلې شي دغه (٥) لارې تعقيب کړى
لاسونه د وجود هغه غړي دي چې تر ټولو ډیر کارول کیږي، خو کله چې خبره د پاملرنې راشي، نو لاسونو ته تر ټولو ډیره کمه پاملرنه کیږي.
دلته ځینې لارې چارې درسره شریکوو چې ستاسو لاسونه خوشاله، ښکلي، ځوان او روغ ساتي.
1- د زیتون غوړي: تاسو کولی شئ چې د زیتون په تودو تیلو خپل لاسونه د ورځې دوه ځلې له ۵ دقیقو څخه تر ۱۰ دقیقو پورې مساژ کړئ. لاسونه به مو نرم او صاف وي. د زیتون تیل پر پوستکي د عمر تیریدو اغیزې هم کموي.
2- د کوپرې تیل (غوړي): دا نه یوازې د وچ پوستکي لپاره ښه دي بلکې د لمر د مضرو په ځانګړې توګه بنفش وړانګو څخه پر پوستکي پاتې شوي زیانونه هم ښه کوي.
تاسو کولای شئ چې له بازار څخه د کوپرې تیل واخلئ او په تودو تیلو د پنځو دقیقو لپاره د شپې له خوا خپل لاسونه غوړ کړئ. سهار مو چې لاسونه ووینځئ بدلون به یې درته حیرانونکی وي. دا کار څو شپې پرلپسې تکرارولی شئ.
3- کوچ: دا د وچو لاسونو طبیعي مرطوب کونکي دي تاسو کولی شئ چې پر لاسونو مو تازه کوچ ومږئ. د لس دقیقو لپاره یې پریږدئ وروسته یې په تودو اوبو ووینځئ. په لاسونو کې به مو د پام وړ ښه بدلونونه مشاهده کړئ. دا چاره څو ورځې پرلپسې تکرارولی شئ.
4- شات: دا هم پر پوستکې د عمر د تیریدو اغیزې کموي. کولی شئ چې په برابره اندازه شات او ګیلسیرین سره ګډ کړئ. پر لاسونو یې ومږئ. لس دقیقې یې پریږدئ او بیا یې په تودو اوبو ووینځئ. که څو ورځې دا چاره تکرار کړئ ښې اغیزې یې لیدلی شئ.
5- د لیمو جوس: د لیمو جوس ښه پاکونکی دی او پر لاسونه مو شته داغونه او خاپې ورکوي. تاسو کولی شئ چې د یو لیمو جوس او یو څه شات په دومره اوبو کې ګډ کړئ چې لاسونه مو په کې ولمبولی شئ.
د لس دقیقو لپاره په کې خپل لاسونه ولمبوئ. لاسونه مو وچ کړئ او بیا پرې کم د زیتونو تیل ووهئ څو د خپل پوستکي د رطوبت کچه وساتئ. دا چاره اونۍ کې یو ځل ترسره کولی شئ لاسونه مو تازه ، پاک ، بې داغه او ښکلي ساتي