سهار په نهاره دګرمو اوبو څيښلو (٧) حيرانوونکې ګټې وپيژندل شوي - Mohllat                      

سهار په نهاره دګرمو اوبو څيښلو (٧) حيرانوونکې ګټې وپيژندل شوي

ډیری خلګ داسي فکر کوي چې کافي یا چایې هغه مشروبات دي چې له اوږده خوب څخه وروسته چې کله سهار پاڅیږو بدن ته مو نشاط او تازګي وربخښي، د ستړې او ستومانې ورځې په پیلولو کې راسره مرسته کوي.
خو ایا کله مو هم فکر کړی چې سهار وختي پر خالي (تش) نس باندي یو ګلاس ګرمي اوبه څښل څومره ګټي لري او له بي شماره هغو ناروغیو څخه چې د ډاکټرانو په قیمتي نخسو باندي له منځه نه ځي، یواځي یو ګلاس ګرمي اوبه یې دتل لپاره له منځه وړي.
۱: د زوړوالي نښانې له منځه وړي:
د نورو ډیرو ګټو تر څنګ سهار وختي پر خالي نس باندي یو ګلاس ګرمي اوبه څښل مو دبدن اضافي وازګه ویلولو کې مرسته کوي، دبدن پوستکي څخه مو د زوړ والي اثرات لرې کوي او دپوستکي ګونجي او کو‎‎‎‎‎‎‎‎‎توالی ختموي.
۲: دمیرمنو د میاشتني عادت دردونه ختموي.
کچیري میرمنې سهار وختي په خالي نس باندي یو ګلاس ګرمي اوبه څښل عادت وګرځوي دمیاشتني عادت په شمول به یې د بندن د ټولو اعضاوو دردونه ختم شي، او بدن کې به یې د ویني جریان تیزي پیدا کړي ځکه چي دبدن اعضاوو ته د ویني په سمه توګه سره د نه رسیدو په صورت کې درد رامنځ ته کیږي، کله کله یې ځیني مېرمنې نور لاملونه لکه د هډوکو ضعف او او په عامه اصطلاح باد په ګوته کوې او د درد د ارام لپاره ډول ډول ددرد ضد دواوي خوري چې خپله دغه دواوي یې د وخت په تیریدو سره دنورو ناروغیو سبب جوړیږي.
۳: د وزن کموالی:
سهار وختي یو ګلاس تودې اوبه څښل مو د بدن اضافي وزن کمولو کې درسره مرسته کوي، ځکه تودې اوبه څیښل مو دبدن تودوخه زیاتوي، چې دغه بدني توخه خپله د غذا په ښه هضم، دبدن د اضافي وازګې په ویلولو او کیلوریزو په سوځولو کې مهم رول لوبوي او همدارنګه که کوم کسان له ډيره وزن څخه شکایت لري دبدن وازګه یې ډیره زیاته وي، دغه کس که هره ورځ یو ګلاس ګرمو اوبو کې لیمو ګډ کړي او ویې څښي په ډير لږ وخت کې به یې د بدن اضافي وازګه ویلي او وزن به یې کم شي.
۴: دهضميې له سیسټم سره مرسته کوي
هغه کسان چې دهضميې نظام یې کمزوری، دځینو او یا بعضو خوراکونو په هضمولو کې له مشکلاتو سره مخامخ کیږي، که دغه کس هر سهار وختي په خالي نس یو ګلاس ګرمې اوبه څیښل شروع کړي، دخوراکونو په هضمولو کې به ورسره مرسته وکړي او تر ډیري کچې پوري به یې دخوراکونو دنه هضم شکایت لري شي.
خو برعکس کچیري د قوي معدې او ښه هضميې لرونکی کس دخوراک په منځ اویا له خوراک څخه سمدستي وروسته د یخو اوبو څښلو عادت ولري، د وخت په تیریدو سره به یې قوي او جوړه معده ضعیفه شي ورسره به یې دخوراکونو د نه هضم کیدو او قبضیت شکایت راپورته شي.
۵: (Blood circulation) یا د وینې په ګرځلاو کي مرسته کوي:
سهار وختي یو ګلاس ګرمي اوبه څیښل مو وینه نرموي او د ویني په چلاو (ګردشت) کې مرسته کوي، دویني خټه والی له منځ وړي په رګونو کې د ویني د (کلاټینګ) کلکیدو احتمالات کموي، چې د زړه برید ( هارټ اټیک) دمخینوي سبب کیدلی شي.
۶: د ښه او ارام خوب ضمانت مو کوي.
د ډوډۍ پر وخت ګرمي اوبه څښل په خاصه توګه د ماښام د ډوډي اویا له ویدیدو څخه لږ ګړی وړاندي یو ګلاس تودې اوبه څښل مو اعصاب اراموي، جسم ته مو راحت ور بخښي او د ښه او ارام خوب ضمانت مو کوي.
۷: قبضیت مو له منځه وړي:
سهار وختي په خالي خیټه باندي یو ګلاس ګرمي اوبه څښل مو کولمې پستوي، وچوالی او کلکوالی یې له منځه وړي، کولمي نرمي ساتې دکولمو دښه حرکت سبب کیږي او دائمي قبض له منځه وړي.
بخت الرحمن (شرافت(

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *