که غواړى زاړه نه شى ژوند کي دغه (٧) ډوله کارونو ته پام وکړى
څیړونکې وايي، چې که د ژوند دا ۷ اصول په نظر کې ونیول شي، آن په ۸۰ کلنۍ کې هم د صحتمند ژوند او ځوانۍ احساس کولای شئ.
۱ـ زده کړه وکړئ.
څیړنې موندلې، چې هغه خلک چې زده کړې لري، نیسبت هغوې ته چې سواد نه لري، په پاخه عمر کې هم ډیر صحتمند وي.
۲ـ سګرت مه څکوئ.
سګریټ د سرطان په شمول د ګڼو ناروغیو لامل کیږي. هیڅلکه سګریټ مه څکوئ.
۳ـ الکول مه څښئ.
الکول او شراب د انسان عمر لنډوي. څیړنې وايي، چې په ژوند کې ستونزې په الکول د اخته کیدو لامل نه کیږي، بلکې د الکول څښل په ژوند کې ستونزې زیږوي.
۴ـ تمرین کوئ.
همیشه تمرین کوئ. تمرین انسان ځوان او صحتمند ساتي.
۵ـ وزن مو کنټرول وساتئ.
زیات چاغوالی د صحت لپاره ګټور نه دی.
۶ـ په ژوند کې د ستونزو او سټریس سره سم چلند وکړئ.
ژوند لوړې ژورې لري. هر کله چې د کومې ستونزې سره مخ شوئ، سم چلند ورسره وکړئ. سټریس او فشار په ځان مه اړوئ.
۷ـ له نورو خلکو سره ښې اړیکې ولرئ.
د ښه او صحتمند ژوند لپاره تر ټولو اساسي عنصر دی. ښه راشه درشه، مو ژوند روغ او جوړ ساتي.