هغه څو ډوله خواړه چي وينه مو پوره کوي او له دغه ستونزې مو ژغوري - Mohllat                      

هغه څو ډوله خواړه چي وينه مو پوره کوي او له دغه ستونزې مو ژغوري

بدن کې د وینې کموالی چې انیمیا بلل کېږي بدن کې د وینې د سرو کرویاتو کموالي ته ویل کېږي چې بدن ته د اکسیجن رسولو دنده پر غاړه لري.
د دغې ناروغۍ په صورت کې روغ سره کرویات د هېموگلوبین، چې د بدن مختلفو برخو ته اکسیجن رسوي، له کمښت سره مخ کېږي. هېموگلوبین هغه ماده ده چې وینې ته سور رنگ ورکوي.
د وینې له کموالي د ځان ژغورنې لپاره اړینه ده چې د هېموگلوبین مناسبه اندازه وساتل شي ځکه چې کموالی يي د ستړیا او کمزورۍ په گډون د انیمیا ناروغۍ لامل هم گرځي.
د هېموگلوبين د کموالي   د مخنیوي لپاره باید اوسپنه لرونکې خواړه ډېر استعمال شي چې د هېموگلوبین تولید سربېره د وینې سره کرویاتو لپاره هم اړین دي.
دلته مو له یو شمېر هغو خوړو سره چې د وینې کموالي څخه مخنیوی کوي، د وینې هېموگلوبین په تولید او د وینې سرو کرویاتو په روغتیا کې مرسته کوي معرفي کوو.
رومي بانجان
رومي بانجان د اوسپنې یو له غوره سرچینو څخه دي چې له دې سربېره بدن ته د اړتیا وړ وېټامین سي هم وړاندې کوي. وېټامین سي بدن کې د اوسپنې د جذب پروسه غوره کوي.
ممیز (کشمش)
ممیز هم هغه خوندور خواړه دي چې په زیاته کچه اوسپنه لري. شکرې لرونکي ناروغان باید دغه میوه ونه خوري او یا له خوړولو وړاندې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.
وچ زردالو (مندته) کشته هم ورته وايي
وچ زردالو هم د وینې کمښت څخه مخنیوي لپاره یو له تر ټولو غوره میوو څخه گڼل کېږي چې د اوسپنې او وېټامین سي تر څنگ په زیاته اندازه فایبر هم لري چې د قبض ناروغۍ څخه ژغورنې کې مرسته کوي.
شاه توت
دغه میوه د اوسپنې ترڅنگ په کافي اندازه پروټین هم لري او د هېموگلوبین اندازې زیاتولو کې د پام وړ مرسته کوي.
خرما
خرما بې وخته لوږه کنټرولولو کې مرسته کوي او د اوسپنې یو له تر ټولو غوره سرچینو شمېرل کېږي. د شکرې ناروغان باید د خرما په خوړولو کې ډېر احتیاط وکړي.
انار
انار هم د وینې هېموگلوبین زیاتوونکې مېوه ده. انار زیاته اندازه اوسپنه او ویټامین سي لري او د وېنې کمښت په مخنیوی کې مرسته کوي.
هندواڼه
هندواڼه نه یوازې دا چې د بدن د اوبو کمښت پوره کوي بلکې د په اغېزناکه توگه د هېموگلوبین اندازه هم زیاتوي.
الوبخارا
دغه میوه د فایبر مهمه سرچینه ده چې د قبض ناروغۍ په درملنې کې مرسته کوي خو  سربېره پر دې په زیاته کچه اوسپنه هم لري او د وینې هېموگلوبین زیاتوي.
ځیگر
ځیگر په زیاته اندازه فایبر، پروټین، منرالونه او اوسپنه لري. په مناسبه اندازه استعمال يي یوازې څو ورځو کې وینه پوره کوي خو له اندازې زیات خوړل يي زیان لري.
پالک
پالک هم په زیاته اندازه اوسپنه لرونکو سبزیجاتو څخه دي او خوړل يي بدن سره د گټورو موادو په چټکۍ سره جذبولو کې ډېره  مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *