روغتيا

ايا د « زړه حملې» له دې (٧) پټو نښو خبر ياست؟

د «زړه حمله» یو له هغو خطرناکو ناروغیو څخه ده چې هر کال د مليونو انسانانو د مړ کېدو لامل ګرځي.
روغتیا پوهان وخت نا وخته د یادې ناروغۍ نښې نښانې ذکز کوي، ځېنې يې په خلکو کې مشهوري دي لکه په سینه کې درد یا فشار، سړه خوَله، زیاته کمزوري او داسې نورې، خو له ځېنو نورو نښو  يې لا تر اوسه خلک نا خبره دي. لاندې ليکنه کې څو هغه «پټې نښې» در په ګوته کوو چې زیات شمېر خلک ترې خبره او که ترې خبر هم وي له پامه يې غورځوي.
د روغتیا پوهانو په اند دغه پټې نښې له «حملې یا سکتې» څخه یوه میاشت وړاندې د خبرداري ورکولو په شکل را څرګنديږي، چې باید وخت د مخه يې باید مخنېوی وشي.
دغه نښې په لاندې ډول دي:
ستړتیا:
ستړتیا د «زړه حملې/ سکتې» یو له هغو پټو نښو څخه شمېرل کېږي چې زیات شمېر خلک ترې نا خبره دي. پوهان وايي د زړه حملې له راتلو څخه څه موده مخکې سړی د زیاتې ستړتیا او روزمره کارونو کې د زیات تکليف احساس کوي. ځکه زړه کمزوری شوی وي او په فشار سره بدن ته وينه نه شي لېږدولای، چې له امله يې «پَټو یا عضلاتو» اغېزه کوي او د ستړتیا احساس ورسره پيدا کېږي.
د دې ستونزې را برسېدو په صورت کې له ډاکتر سره مشوره وکړئ ځکه چې وروسته له کوم مشکل سره اخته کېږئ هغه له دې ډېر دروند دی.
ملا، لاسونو او یا سينه کې سوزش:
په ملا، لاسونو او یا سينه کې سخت درد  او یا سوزش هم  د «زړه حملې» نښه کېدای شي.
پوهان وايي چې کله د زړه حجرو کې د اکسېجن کمی راشي او شریانونو ته له
اکسېجن ډکه وینه نه شي لېږدولای ، «پَټې» د درد یا سوزش په شکل اعصابو د اکسېجن کمي احوال ورکوي او ور څخه د دې کمي پوره کېدلو غوښتنه کوي.
له دې امله چې یا درد ډېر تنګوونکی نه وي، خلک پرې سترګې پټوي، خو که کله مو هم  د بدن په یادو برخو کې د نا څاپي درد احساس وکړ، خامخا متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
تنفس کې ستونزه
زړه ته د وینې جریان سېستم  کې د مشکل له امله  د تنفس ستونزه را ولاړيږي، که تاسې په زېنو باندې د ختلو پر مهال په تنفس کې کومه ستونزه نه لرئ خو له ختلو وروسته مو په تنفس اخستلو کې ستونزه را پيدا کېږي او ساه مو لنډه لنډه کېږي، د زړه حملې نښه کېدای شي. په خاص ډول هغو ښځو کې چې په زېنو او یا بازار کې د تګ پر مهال ورته پېښېږي.
سینه کې خارښت یا سوزش:
که له ښه خوراک وروسته مو د تنفس تنګوالی عادت وي دومره غټه خبره نه ده، خو که په لومړي ځل نا څاپه له دې ستونزې سره مخ شوئ، د زړه حملې نښه کېدای شي چې باید يې غمه وخورئ.
معده کې ګړ بړ:
معده کې ګړبړ لکه کانګې، زړه بدوالی او یا نا راحتي په نرانو او په خاص ډول ښځينه و کې د زړه حملې نښه کېدای شي.
ستونی، څټ او ژامو کې نا راحتي:
په ستوني، څټ او یا ژامو کې بې له کومې وجې نا راحتي د زړه حملې یوه بله پټه نښه ده. پوهان وايي چې په خاص ډول په شکر اخته ناروغان دې داسې نښو ته زیات پام کوي، ځکه دوی کې د سينې درد او نورې مشهورې نښې نه ليدل کېږي.
لیکوال:بریال سهار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *