ايا خبر يى اوږه ددغه (٤) مرضونو دوا ده
ډاکټر فصيح الله عمرزى
هوږه چې ځینې خلک یې په خوراک کې ډېره کمه استعمالوي هغه یې له ګټو ناخبره وي، ځینې خلک یې په دې نه خوري چې د خوراک وروسته یې له خولې بوی ځي او ځینې خلک بیا د دې ترڅنګ وایي زما هسې هوږه نه ده خوښه. که د هوږي له ګټو څوک په بشپړه توګه خبر شي او یا حکیمان صاحبان یو مریض ته د هغه د سالم بدن ساتلو لپاره د هوږي ګټې روښانه کړي، بیا به طبیبانو ته د مریضانو په ورتلوکې کمښت راشي.
ځینې خلک د علما کرامو په وینا عمل کوي چې څوک هوږه وخوري هغه دې په جومات کې د خولې د بدبویۍ له امله په صف کې له چا سره نه ودرېږي. ښه دا ده چې هوږه په داسې وخت کې وخوړل شي چې بل چا ته یې بوی نه رسېږي.
تر اوسه پورې طبیبانو چا ته د هوږي ګټې نه دې ښوولې، ځکه په ټولنه کې د ګټورې هوږې د خوراک پر مهال استعمال کم لیدل کېږي.
هوږه که په سالمه توګه وخوړل شی بې شمیره ګټې به وکړي. تر ټولو ستره ګټه چې اوس یې ډاکټران خلکو ته څرګندوي، هغه دا چې د وینې فشار مهارولای شي او هم چې د ډوډۍ سره سمه استعمال کړل شي، اشتها صافوي او په ښه اشتها سره خوراک کېږي.
د هوږي په استعمال سره به د نورو مرضونو درملنه هم کېږي، خو د څلورو مرضونو لپاره ډېره ګټوره ده.
که د چا غږ ټیټ وي مرۍ ېې خرابه وي غږ لوړولای شي.
یاداښت زیاتولای شي.
استعمال یې د سالنډي د مرض غوره درملنه ده.
که کوم ماشوم په توره ټوخلې اخته وي د هوږي یوه اونۍ استعمال سره به له تورې ټوخلې روغ رمټ شي.
هوږه چې ځینې خلک ورته سیر هم وايي؛ که له خوراک وروسته یې ګوړه او یا ترتېزک وخوړل شي خوله به یې هیڅ ډول بوۍ ونه کړي. که ځمکوال په کندو کې د وریجو یا غنمو سره وچه هوږه واچوي له هر ډول خرابوالي به وژغورل شي. ځینې خلک چې ګټې یې ورته څرګندې دي، هوږه استعمالوي او د تل لپاره یې د بدن پوستکی روښانه وي.
هغه څوک چې غواړي په سیخانو کې غوښه پخه کړي، لومړی ورته د هوږي اوبه ورکړي. هغه بیا په اسانه سره پخېږي اوهم یې په نرموالي سره خوراک اسانه وي، چې ځینې خلک په هوټلونو کې همدا ډول سره خوښه په سیخانو کې پخوي.
هوږه که له ناشتې (سبا ناري) سره وخوړل شي، روماتیزم به په هیڅ ډول ونه لري او نه به د پښو له درد سره مخ شي.
طبیبان دا هم وايي، که څوک هوږه استعمالوي هغه ته به د اعصابو څه ستونزه ونه رسېږي. په ځینو وختونو کې د طبیب د تشخیص سره سم هوږه مریض ته د وېښتانو درمل هم ښودلای شي.