روغتيا

د خرما او مستو د ګډې حيرانوونکو ګټو خبر شى

له خرما سره خوندورې، غذاییت لرونکو او پروبیوټیک مستې یو غوره ترکیب دی، چې خواږه هم پکې نه وي؛ خو ګټې یې دومره زیاتې دي چې حیران به مو کړي. دا ترکیب له خرما سره په طبیعي ډول خوږوالی پیدا کوي چې دلته به یې په اړه وغږیږو.
۱. ۵۰۰ ملي لیتر شیدې، چې جوش شوی او سړې وي.۲. دوه کاچوغې د شیدو پوډر۳. څو دانې پرې خرما۴. دوه کاچوغې مستې
۱. د دې لپاره چې په کور کې له بورې پرته د خرما او مستو خوندور ترکیب جوړ کړئ، خرما له لږ اندازه شیدو سره ګډه کړئ ترڅو ښه پیسټ جوړ شي.۲. د خرما پیسټ په یوه چاڼ کې وچاڼوئ او د خرما پیسټ یو طرف وساتئ.۳. پاتې شیدې په یوه لوښي کې ګرم کړئ او د شیدو پوډر ور اضافه کړئ او ښه یې مخلوط کړئ.۴. اوس شیدې په ټیټ تودوخه کې وساتئ او د خرما پیسټ ور اضافه کړئ او ښه مخلوط کړئ او ښه یې وایشوئ.۵. لوښی له چټلۍ څخه لیرې وساتئ او پریږدئ چې یخ شي خو ډېر یې مه یخوئ.۶. کله چې شیدې لږې سړې شي، نو ساده مستۍ اضافه ور کړئ او ښه یې مخلوط کړئ.۷. اوس یې په هغه لوښي کې واچوئ چې مستې په کې جوړوئ.۸ تر ۶-۸ ساعتونو یې پرېږدئ چې مستې جوړې شي او بیا یې نوش جان کړئ.
۱. خوندوره غذا ده.۲. یو انټي اکسیډنټ دی چې د وخت دمخه د زړښت مخه نیسي.۳. د انیمیا یا د وینې کمښت ناروغانو لپاره ګټور دي.۴. د عصبي ناروغیو لپاره غوره دي.۵. د معدې د ناروغیو لپاره ګټور دي.۶. د ځیګر فعالیت ښه کوي.۷. د فزیکي کارګرانو ستړیا په کمولو کې خورا ښه ده.۸. په غرنیو سیمو کې هغه خلک چې د لوړوالي له امله د اکسیجن له کمښت سره مخ وي، دا ورته ډېر ګټور دي.
د روژې په مبارکو ورځو کې یو ځل دغه ترکیب چمتو کړئ او وخورئ، ځکه د خرما په خوړلو سره د روژې له امله رامنځته شوې کمزورتیا په بشپړه توګه له منځه ځي او انرژي پیدا کوي، تنده ختموي او د معدې او کولمو د ارامتیا لپاره هم ګټوره دی. د پېشلمي او ماښامي پر مهال ۲-۳ کاچوغې د خرما او مستو دغه ترکیب استعمال کړئ یا له خواړو څخه یو نیم ساعت وروسته یې وکاروئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *