که معدې باد لرى علاج يي اوس داسي په اسانى وکړى
اکثره خلک له ډوډۍ وروسته د معدې د باد په ناروغۍ اخته دي چې له دغې ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره د هرې نخسې څخه استفاده کوي.
نوې طبي څېړنو د معدې د باد د پیدا کیدو یو څو لاملونه ښودلي چې هغه ځینې خواړه دي چې د هغو له خوړلو سره په معده کې باد پیدا کیږي.
د معدې د باد پیدا کیدو لاملونه:
لومړی: سبزيجات په معده کې د باد پیدا کولو لامل کیږي لکه کچالو، ګلپی.
دویم: هغه مشروبات چې ګاز لري لکه پیپسي، کوک، سټنګ .
دریم: هغه میوي چې ډیر شکر لرونکي دي لکه کیلي .
څلورم: ګرمې شیدو کې چې بوره استعمال شي.
د معدې د باد له مرض څخه د خلاصیدو لپاره لاندې کارونه باید تر سره شي.
لومړی: باید له دغو پورته نیو خواړو څخه لږه استفاده وشي.
دویم: د معدې د باد له خلاصیدو بله طریقه دا ده چې باید خواړه د خوړلو په وخت کې ښه میده شي.
دریم: سپورت د معدې باد ورکوي او همدا ډول د خیټې د اوبو کولو چې کوم حرکات دي د معدې د باد د ختمولو سبب کیدایشي.
لیکوال:نادر احمدی