راشد تر دا مهاله په آی پی ایل کې څه کړي؟ - Mohllat                      

راشد تر دا مهاله په آی پی ایل کې څه کړي؟

اي في ال کي د راشد خان په زړه پوري بريا
د راشد خان اي في ال لوبو کارنامي
راشد خان چي دنړۍ په سطحه لومړى درجه توف اچونکى دى سربيره پر دي يي د توف وهونکي په برخه کي هم د توف وهونکې رول لوبولى .
خان د روان کال اي في ال سيالو په دوام تر بل هر وخت نوښت کړى او په خپلو لسو لوبو کي يي ١٨ ويکټې تر لاسه کړې.
راشدخان دسږکال اي في ال په لومړى لوبه کي دچيناي سوپر کينګ لوبډلې خلاف دوه ورپسي يي د ډيلي پر وړاندي دري د کلکته پر وړاندي بيا له ښايسته هيټرک سره دري دفنجاب خلاف هم يوه د راجستان پر وړانده دوه د ممبي پر وړاندي دوه د ډيلي پر وړاندي بيا هم دوه او د راجستان پر وړاندي په وروستۍ په زړه پوري لوبي سره يي دري لوبغاړي وسوزول.
ديادولو ده چي راشد خان په ٢٠٢٠ کال په ١٦ لوبو کي د شلو ويکټو په اخيستو تر ټولو غوړه فصل لوبولى وو چي د روانو لوبو په دوام تر اوسه ١٨ ويکټې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *