واه راشد خان او نور بل تاريخ هم جوړ کړ او
نن د هند په میدان کې بیا افغانانو ښه ننداره وړاندې کړه.
راشد خان او نور احمد بهترین بالینګ وکړ. دوی د ګجرات لوبډلې ته لوبېږي او نن یې په ګډه د راجستان لوبډلې پنځه لوبغاړي اوټ کړل. راشد درې او نور دوه ښه توپ وهونکي وسوځول.
نارنجي خولۍ که هر څوک اخلي پروا نکړې خو چې زموږ ځوانان وځلېږي. راشد خان هم تر دې دمه دغه لیګ کې ۱۸ کسان اوټ کړي او محمد شامي هم, خو د ډېرو ویکټو اخیستونکي لوبغاړي امتیازي خولۍ یې ځکه شامي ته ورکړه چې تر راشد خان د هغه اوریج ښه دی.