مناسب وخت د واده او اولاد د پيدا کيدو لپاره کوم دى؟ - Mohllat                      

مناسب وخت د واده او اولاد د پيدا کيدو لپاره کوم دى؟

پخوا په افغانستان کې عسکري جبري وه، هر زلمی به د عسکري مکلفیت دوره تېروله. هاغه مهال به خلکو معمولاً زامنو ته تر هغو پورې چې عسکري یې نه وه تېره کړې، وادونه نه کول. د نجونو کورنیو به هم له مرکې والا څخه همدا پوښتنه کوله چې: زوی دې عسکري خلاصه کړې ده که نه؟
وروسته چې د ښارونو اوسېدونکي د تحصیل په اهمیت او قدر پوه شول نو د لور د ورکولو لپاره به یې یو شرط دا هم و چې هلک باید پوهنتون ویلی وي، ډېرو وګړو به محصل ته هم لور نه ورکوله، ویل یې له درسه به پاتې شي.
موږ د تنظیمي جګړو او د طالبانو په کلونو کې محصلان وو. ځینو ټولګیوالو مو هماغه مهال وادونه کړي وو. دا نو داسې وخت و، چې د ډوډۍ پیدا کول ډېر ګران وو نو دغو ملګرو مو تر موږ سختې ورځې لرلې، له یوې خوا تحصیل او درسونه او له بلې خوا د کورنۍ نفقه.
زموږ خلک چې معمولاً په خپل ژوند چندان باوري نه دي، هڅه کوي زامنو ته ژر ناوې راوړي چې د نږور ارمان يې په زړه کې پاتې نه شي. یو نیم سړی چې په وس کې ښه دی، هغه هم د لمسیو د لرلو شوق ژر پوره کوي. ځینې خلک بیا د نیستۍ په وجه تر ډېره عمره واده نه شي کولی، دوی کلونه کلونه مسافري کوي، پیسې ګټي، د واده خرڅ برابروي بیا راځي چې واده وکړي.

خو په ټوله کې زموږ اکثره ځوانان د اتلس او پنځه ویشت کلنۍ په عمر د مېرمنې خاوندان کېږي. تقریباً ټولې کورنۍ غواړي د واده په هماغه لومړي کال د اولاد څښتن شي. د ځوانۍ په پیل کې انسان لکه توپاني سمندر له شور او احساساتو ډک وي، احساسات د عقل مخه نیسي. د ماشوم پالنه داسې چاره ده چې ډېره حوصله غواړي. په دې وخت کې مور او پلار ته بویه چې خپل احساسات کنټرول کړي او خپل اولادونه سم وروزي. دا چې زموږ اکثر وګړي خشن دي او په نه خبره غوسه کېږي، یوه وجه یې دا ده چې میندې پلرونه یې په ځوانۍ کې د اولاد څښتن شوي. دوی د اولادونو روزنې ته پوره پام نه دی کړی، بې حوصله ګي یې کړې ده، ماشومانو سره یې مینه نه ده کړې، سوک څپېړې یې ورکړې دي او دا هر څه د ماشوم په اعصابو باندې اثر کوي.

همدا وجه ده چې غربیان معمولاً له دېرش کلنۍ په پورته عمر کې د واده په فکر کېږي. دوی تر زده کړو وروسته ښه عمر کار کوي او د ګډ ژوند لپاره پیسې برابروي بیا واده کوي. دوی که لږ وختي غوندې هم واده وکړي بیا تر ډېرو کلونو پورې اولاد نه راوړي. دوی معمولاً د اولاد شوق هغه وخت کوي چې روزلو ته يې کافي تیاري ولري. دوی معمولاً مخکې تر دې چې ماشوم وزېږوي، د ماشوم روزنې په اړه یو دوه کتابونه لولي.

البته غربیان د جنسي غریزې د ارضا کولو ستونزه نه لري، که واده هر څومره وځنډوي نو غم يې نه وي خو زموږ پېغلو ځوانانو ته دا هم یوه مساله ده. زموږ وګړي د خپلو غرایزو د رفع کولو لپاره یوازې همدا مشروع لاره په مخ کې لري چې واده وکړي.
چې داسې ده نو پوښتنه پیدا کېږي چې د حل لاره څه ده؟ څه مهال واده وکړو او کله اولاد پیدا کړو؟

زما په ګومان غوره به دا وي چې زموږ زلمي او پېغلې نسبتاً ژر واده وکړي خو د اولاد لپاره باید کافي صبر ولري. دا سمه ده چې اکثره کورنۍ ګډ ژوند لري، له واده وروسته کلونه له پلار او وروڼو سره په یوه دسترخوان تېروي نو زوم او ناوې به ډېر د ډوډۍ په فکر کې نه وي خو بیا هم هر ماشوم د یوه لوی انسان په اندازه مصرف لري. که سړی هغه وخت اولاد پیدا کړي چې د پیسو په لحاظ پر خپلو پښو ولاړ وي نو دا به يې په ګټه وي. له بلې خوا تر واده وروسته پنځه شپږ کاله ځنډ انسان د احساساتو له سمندره د عقل ساحل ته رسوي. وروسته بیا کولی شي اولاد پیدا کړي او سم یې وروزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *