که په جن،سي اړيکو کي کمزوري لرى په دې خوراکي توکو مو ستونزه حل کړى او
د کوروالي یا ګډو اړیکو خواهشات د انسان د فطرت برخه ده، لکه څنګه چې انسان خوراک او څښاک کوي، همدغه ډول یې د ګډو اړیکو خواهش هم وي د فطرت برخه ده؛ خو د خواهشاتو د زياتوالي له امله کله ناکله ځوانان مجبورېږي چې خپل خواهشات په غلطو لارو پوره کړي، چې په دې ډول خپل ځواک له لاسه ورکوي.
د نارینه ځواک په اړه یوه سروې:
د روغتیا نړیوال سازمان د سروې له مخې، هر کال په نړۍ کې پنځلس سلنه نارینه دا کمزوري تجربه کوي. د یوې سروې له مخې، په ۱۹۹۵ کال کې ۵۰ میلیونه نارینه په کمزورۍ اخته وو او اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به دا شمېره ۳۲۰ میلیونو ته ورسېږي. د عضوي اختلال زیات لاملونه لري چې عصبي ستونزې، د زړه ناروغي، محدود فزیکي فعالیت او غیر متوازن رژیم پکې شامل دي.
له همدې امله د نارینه ځواک کمزوری کېږي او په رواني ناروغیو اخته کیږي؛ خو لکه څنګه چې د هرې ناروغۍ درملنه کیږي، همدغه ډول د نارینه ځواک د کمزورتیا درملنه هم کېږي؛ خو ځینې طیبعي لارې چارې شته چې ستونزه حل کوي.
د نارینه ځواک لپاره د هوږې استعمال:
د مقاربت په وخت کې د کمزورۍ د له منځه وړلو لپاره هر سهار له دوو څخه تر درې د هوږې پلې له اوبو سره وخورئ. دا به نه یوازې کمزوری له منځه یوسي بلکې روغتیا ته وده هم ورکوي.
د نارینه ځواک لپاره د پیاز کارول:
که د بدن ځانګړي غړي په سمه توګه کار نه کوي، نو پیاز د خپل ورځني رژیم برخه وګرځوئ. له خوړو سره د سلاد په توګه د پیاز خوړل، په ځانګړې توګه د نارینه کمزوري له منځه وړي.
د نارینه ځواک لپاره د ګازرې کارول:
ګازره په هر لحاظ د ځواک سرچینه ګڼل کیږي. یو نیم سل ګرامه ګازرې پرې کړئ او جوش یې کړئ. نیمه جوش شوې هګۍ ور اضافه کړئ او د خوند لپاره شات اضافه کړئ او دا هره ورځ تر یوې میاشتې لپاره وکاروئ نو کمزوري به مو ختمه شي.
د نارینه ځواک لپاره د بینډیو کارول:
هغه کسان چې په بشپړه توګه له نارینه ځواک څخه بې برخې دي، باید د بینډیو یا لیړو د ریښو څخه پوډر جوړ کړي او هره ورځ یوه کاچوغه له یوه ګیلاس شیدو سره وڅښئ، په یوه میاشت کې به بدلون حس کړئ.
د نارینه ځواک لپاره د زنجبیل کارول:
زنجبیل یا ادرک د ډېرو روغتیايي ستونزو لپاره ګټور دي. د نارینه د کمزورتیا لپاره نیم ګیلاس د زنجبیل یا ادرک جوس تیار کړئ او نیمه جوش شوې هګۍ ور اضافه کړئ او یو څه شات ورګډ کړئ او د یوې میاشتې لپاره یې وڅښئ ترڅو د قبض او اسهال په څیر ستونزې هم له منځه یوسي.
د نارینه ځواک لپاره د خرما کارول:
خرما په اوسپنه بډایه دي، چې له ځواکمنتیا څخه د استفادې لپاره دوه یا درې خرما را واخلئ او د نیم ساعت لپاره یې په شیدو کې پخې کړئ او د شپې د ویده کیدو پرمهال دغه شیدې وڅښئ.
د نارینه ځواک لپاره د کشمش کارول:
لس ګرامه کشمش را واخلئ او په یوه پیاله شېدو کې یې واچوئ او د شیدو څښلو پرمهال کشمش وخورئ او دا کار په یوه میاشت کې د نارینه کمزورتیا له منځه ځي