امیندواري ميرمنې دحمل په لومړیو څلور میاشتو کې باید څه وکړي؟
امیندواري یا حمل د یوې میرمنې د خوښۍ او امید وخت وي. امیندوارې میرمنې په دې پړاو د ژوند چارې د معمول په څېر ترسره کولای شي خو ځینې کارونه داسې وي چې ترسره کول یې ستونزې جوړوي؛ نو له همدې امله اړینه ده چې په ورځني ژوند کې ځینې بدلونونه واقع شي ترڅو د ماشوم او مور روغتیا زیانمنه نشي.
د امیندوارۍ لومړۍ څلور میاشتې زیاتې مهمې دي، نو په دې موده کې باید ډېر احتیاط وشي، ځکه چې په دې پړاو کې د حمل د ضایع کیدو چانس هم ډېر وي؛ نو موږ به تاسې ته هغه خطرونه وښیو چې هره ښځه یې باید د امیندوارۍ پرمهال مخنیوی وکړي.
د امیندوارۍ پرمهال د ماشوم وده:
د مور په رحم کې د ماشوم د ودې لپاره غذايي موادو ته اړتیا وي، چې د مور له خوړو یې لاسته راوړي، له همدې امله اړینه ده چې په دې وخت کې ښه، صحي او متوازن خواړه وخوړل شي او هغه خواړه چې د وینې جوړښت لپاره په ویټامینونو او پروټینونو بډایه وي، هغه باید استعمال شي.
هغه خواړه چې د امیندوارۍ پرمهال ترې باید مخنیوی وشي:
د امیندوارۍ پرمهال اړینه ده چې په کور کې پاخله شوي خواړه چې تازه او له غذایي موادو بډایه وي، وخوړل شي او د هغو شیانو او پروسس شوي خواړو مصرف کم کړئ، چې هم یې کالوري لوړه وي او هم غذاییت نلري.
د امیندوارۍ په وخت کې د خامو یا کمو پخو شویو هګیو څخه ډډه وکړئ:
خامې هګۍ یا کمې پخې شوې هګۍ کولای شي په امیندوارۍ کې د ناوړه اغیزو لامل شي. هګۍ باید تر هغه وخته پورې په ښه ډول پخې شي تر څو چې سپین او ژیړ کلک شي.
د امیندوارۍ پرمهال د خامې یا کمې پخه شوي غوښې څخه ډډه وکړئ:
هر ډول غوښه او چرګان په ښه توګه پاخه کړئ. زړه غوښه مه خورئ، ځکه چې د (Toxoplasmosis) په نوم یو انتان دی چې د بکتریا له امله رامنځته کیږي او دا په غوښه او غېر فلټر شوي اوبو او نورړ کې موندل کېږي. همدغه راز خامه غوښه باید په ښه ډول سره ومینځل شر ترڅو بکتریاوې او میکروبونه یې ختم شي.
د امیندوارۍ پرمهال د ویټامین ای سپلیمڼټ کارول:
په زیاته اندازه ملټي ویټامین مه کاروئ او همدغه راز د کب تېل یا د ویټامین اي لرونکي سپلیمنټونه هم مه کاروئ او تل له ډاکټر مشوره وکړئ.
د امیندوارۍ په جریان کې د ځینې ډولونو کبانو څخه ډډه کول:
ماهي پروټین او اړین اومیګا تري شحمي اسیدونه لري، نو د امیندوارۍ پرمهال یې د استعمال سپارښتنه کیږي؛ خو د ماهیانو ځینې ډولونه د ماشوم د عصبي سیسټم وده اغیزمنوي، نو په ۱۵ ورځو کې یو ځل ماهیان وخورئ او له ډاکټر سره مشهوره هم وکړئ.
د امیندوارۍ په وخت کې له مخکې بسته شوي سلاد څخه ډډه وکړئ:
دمخه چمتو شوي یا دمخه بسته شوې میوې یا سبزیجات او سلاد مه خورئ، ځکه چې د بکتریا خطر لري.
په امیندوارۍ کې د کافین له زیات استعمال څخه ډډه کول:
د کافین لوړه اندازه د حمل د ضایع کیدو، د زیږون کم وزني او د ستونزمن زیږون خطر زیاتوي او کافین په طبیعي ډول په زیاتو خواړو کې موندل کیږي لکه کافي، چای او چاکلیټ او په ځینو نرمو مشروباتو او انرژي څښاکونو کې هم موندل کیږي.
په امیندوارۍ کې د انرژي څښاک څخه ډډه کول:
د امیندوارۍ پرمهال د انرژي څښاک له استعمال ډډه وکړئ ځکه چې دا په لوړه کچه کیفین لري او د انرژي څښاک نور اجزا د امیندوارۍ میرمنو لپاره نه توصیه کیږي.