روغتيا

د کوروالي کولو وړاندي بايد دا خوراکي توکي په هيڅ صورت ونه وخوړل شي ځکه چي

ښځه او خاوند باید په خپل ګډ ژوند کې د لوړ کیفیت او خوندورو جن+سي اړیکو د تجربه کولو لپاره ځینې مسایلو ته پام وکړي، ترڅو دواړه خواوې رضایت ترلاسه کړي او په ډېر ښه ډول سره دغه اړیکه ټینګه کړي، چې د دې لپاره له اړیکو له پیل دمخه خوراکي توکو ته پاملرنه ده.
د مباشرت یا نږدیکت د اړیکو له پیل څخه مخکې د ځینو خوراکي توکو استعمال ګټور دی؛ خو د ځینو خوراکونو استعمال او ناوړه چلند په جن+سي اړیکو منفي اغیز ولري او د دې اړیکو کیفیت خرابوي.
په دې برخه کې ډاکټران سپارښتنه کوي چې له مباشرت وړاندې دې د سپینو چاکلیټو له خوراک څخه ډډه وشي، ځکه چې دا په زیاته اندازه خواږه او غوړ لري، په ځانګړې توګه ښځو ته له جن+سي اړیکو مخکې زیانمن تمامېږي.
عموماً ګړندي خواړه او سره کړي الو یا چپس، چې سنتر شوي غوړ لري، په نارینه او ښځینه کې د تناسلي رګونو د بندیدو لامل کیږي او په دوی کې جن+سي حرکات، انرژي، جوش او جن+سي خوښي او لېوالتیا له مینځه وړي.
همدغه راز نعناع یا پودینه یو له هغو خوړو څخه دي، چې په غلطۍ یا تېروتنې سره له مباشرت څخه مخکې د خولې د خوشبو لپاره کارول کیږي، چې د ټسټورسټون کچه راټیټوي او د پایلې په توګه جن+سیت حرکت کموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *