روغتيا

د خواګرځي په حالت کې دغه کورنۍ نسخه وکاروئ

زړه بدوالی او کانګې عادي ستونزه او ممکن هر څوک یې تجربه کړي او د دې ستونزې لپاره اړینه نه ده چې هر وخت درمل وخورو؛ خو ځینې کورني درمل او لارې چارې شته چې د دې ستونزې په مخنیوي کې مرسته کوي.
زړه بدوالی او کانګې ځینې وختونه د حرکت د ناروغۍ له امله رامنځته کېږي او د حرکت یا موشن ناروغي هغه ناروغي ده، چې د سفر پرمهال رامنځته کېږي، یعنې د سفر پرمهال د زړه بدوالي او کانګې ستونزې سره مخ کېږو.
همدارنګه حمل په سهار کې کانګې کول هم یوه عامه ستونزه ده، په داسې حال کې چې ځینې خلک د ځینو شیانو له بوی، فشار، د وینې ټیټ فشار، او کولرا (اسهال) په بڼه هم د زړه بدوالی او کانګې تجربه کوي چې د ډېرې زیاتې نا آرامۍ سبب کېږي.
په دې توګه په بدن کې د اوبو کمښت رامنځته کېږي چې دا پخپله د ډېرو ناروغیو لامل کیږي، نو په داسې شرایطو کې د ډاکټرانو نسخې او درمل هومره ګټور نه تمامېږي لکه څومره چې د کور درملنې اغیزمنه وي.
د دې اصلي دا دی چې په درملو کارېدونکي مواد هماغه مواد دي چې موږ یې په کور کې استعمالوو او هیڅ ډول جانبي عواریض هم نلري او زیاتره د همدې جانبي عواریضو له امله له درملو ډډه کوي او کورنۍ نسخې او ترکیبونه کاروي.
دلته به درته د زړه بدوالي او کانګې ضد غوره څښاک ترکیب کړو، چې په دې ډول به تاسې د زړه بدوالي او کانګې څخه خلاصون ومومئ.
اړین توکي:
د کوپرې اوبه: نیمه پیاله
د نارنج جوس یا اوبه: نیمه پیاله
د لیمو جوس: نیم کاچوغه
شات: یوه کاچوغه
مالګه: لږه اندازه
د جوړولو طریقه:
دا ټول پورتني توکي سره ګډ کړئ او په ورځ کې یې یو ځل وکاروئ نو د زړه بدوالي او کانګې په حالت کې به آرام شئ؛ خو د وینی فشار او د شکرې ناروغان باید ترې ډډه وکړي او امیندواره میرمنې چې د وینی لوړ فشار له امله کانګې لري باید د دې ترکیب له کارولو دمخه له ډاکټر سره مشوره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *