اميندواره ميرمنو ته د زېږون د اساني لپاره دخرما حيرانونکې ګټې
د انسان پر روغتیا د خرما له ګټورو اغیزو هیڅوک انکار نه شي کولای او عصري ساینس هم منلې چې په خرما کې شته فایبر او نور غذایي زموږ لپاره ډېر ګټور دي او له ګڼ شمېر روغتیایي ستونزو مو ژغوري.
که په ورځ کې درې دانې خرما وخورئ په بدن کې به مثبتې اغیزې ولرئ او له ډېرو ناروغیو به خوندي وئ او د دې تر څنګ به مو زړه، ځيګر او ذهن هم پياوړی شي او د تازه ګۍ او ځواکمنتیا احساس به وکړئ. بله غوره خبره دا چې خرما خوړل سنت دي او د ۱۲ ورځو لپاره يې استعمال له ډېرو روغتيایي ستونزو ژغوري.
د انیمیا یا د وینې کمښت لپاره:
خرما په خپل جوړښت کې په غوره اندازه اوسپنه لري، چې په بدن کې د کچې د لوړولو او د بې وخته خوراک په مخنیوي کې مرسته کوي او د انیمیا ناروغۍ په درملنه کې مرسته کوي؛ خو د خرما کارولو په اړه باید د شکر ناروغان محتاط وي.
د هاضمې سیسټم اغیزې:
که د قبض، تیزابیت، معدې یا کولمو ستونزه لرئ، نو باید خرما وخورئ، په دې کې موجود فایبر زموږ د معدې لپاره ګټور دی.
له درد څخه خلاصون:
خرما په مګنیزیم بډایه وي چې د التهاب او د بدن دردونو په کنټرول کې مرسته کوي. بېلابېلو څېړنو ښودلې چې د خرما خوړل په بدن کې التهاب کموي او درد کموي.
د امیندواره میرمنو لپاره:
یوې تازه څیړنې موندلې چې هغه میرمنې چې د امیندوارۍ په جریان کې خرما استعمالوي، هغوی په ډېرې اسانۍ سره زیږون لري. هغه میرمنې چې د زیږون څخه څلور اونۍ مخکې خرما وخوري، دوی کولای شي په ډېره اسانۍ سره زیږون وکړي.
د وینې لوړ فشار او د زړه حمله:
په خرما کې مګنیزیم وي چې له امله یې د وینې فشار کنټرولوي او د وینې فشار ستونزې نه رامنځته کوي او په خرما کې موجود پوتاشیم زړه پیاوړی کوي او د زړه د حملې مخه نیسي.
د رواني روغتیا لپاره:
په همدې ډول خرما د ویټامین بي۶ په لرلو سره زموږ عصبي او دماغي سیسټمونه په ښه توګه کارکولو ته چمتو کوي او د دې توان راکوي چې خپل ورځني کارونه په ښه توګه ترسره کړو.