د زيتون او اوږي د تېلو جالبي او حيرانوونکي ګټې ښکاره شوي - Mohllat                      

د زيتون او اوږي د تېلو جالبي او حيرانوونکي ګټې ښکاره شوي

لیکوال :نصرت ننګیال
دزیتون تېل او اوږه دواړه په خپل طبیعي جوړښت کي داسي ګڼ قوي ضد سرطاني مواد لري چي انساني جسم له بېلابېلو سرطاني رنځونو څخه ساتي په تېره بیا مېرمني دتيو له سرطان څخه ژغوري اود تیو په وده کې رغنده رول لري .
1- اوږه او ورسره زیتون په نهاره خوړل د زړه له ناروغيو لکه د زړه درزا، جټکې او زړه تنګي انسان ساتي.
2- د اوږي او زیتون هره ورځ په منظم شکل خوړل په وېنه کي تاواني غوړتیا (چربي) یا کولېسټرول په کنترول کي ساتي چي له همدې لاري د زړه د ناروغي په مخنېوي او درملنه کي مرسته کوي.
3- د خوږې او شکري ناروغانو ته هم ګټه رسوي خوږه په وېنه کي کنترولوي او دخوږې فيصدي طبیعي حالت ته راګرزوي.
4- په انساني جسم کي د هر ډول هغو ناروغيو په وړاندي دفاعي ځواک پیاوړی کوي کومي چي دانسان روغتیا ته ګواښونه متوجه کوي، د یخ په موسم کي د زکام او نزلې په وړاندي ماشومانو ته ګټه رسوي کوم چي ددفاعي ځواک د کمزورتيا له امله ورباندي اخته کېږي.
5- د خېټي بېلابېلې ستونزې لکه بد هضمي، پاړسوب، ګاز، دمعدې جوش او نوري ستونزي له مېنځه وړي دخوراک په هضمولو کي مرسته کوي او د معدې د سېستم دندې فعالوي.
6- د اوريو التهاب او دخولې بدبويي ته دپای ټکی ږدي ځکه چي په خېټه کي هغه ميکروبونه او بکتېرياوي وژني دکومو له امله چي خوله او ساه بدبويي جوړوي.
7- سوء تغذيه او کم خوني له منځه وړي کوم چي زیاتره ماشومان ورباندي اخته کېږي.
8- سرخوږی او نېم سرخوږی له منځه وړي او دواړه طبیعي مسکنات دي چي خوږ او دردونه ختموي.
9- د اعصابو دالتهاب مخنېوی او درملنه کوي او هډوکي پیاوړي کوي.
10- له اخېستونکو ناروغيو څخه انسان ساتي او له ټولو زړو (مزمنو) ناروغيو څخه انسان ته روغتيا وربښي
غوره طریقه داده چي اوږه سبېنه کړې (پوست کنده) او په ستنه پکي سوري وکړي او یا هره اوږه په چاړه نېمه کړي او د شېشې په یوه لوښې کې چي سرپوښ ورباندي په پشار سره بندېږي واچوې او دزيتون له تېلو هغه لوښی پدومره اندازه ډک کړې چی أقلا په اوږه يو انچ لوړ وي او دوه هفتې وروسته يې خلاص کړې او هره ورځ سهار په نهاره له يوې تر دريو اوږو پوري او له يوې تر دريو قاچوغو پوري هغه د زيتون تېل وخورې او دا خپل ورځنی معمول وګرزوې.
همدا راز وېنه صفا کوي، اېنه صفا کوي، د ګردو ډبري لېري کوي، د خوړلو او مالش له لاري بواسېر ختموي، همدا راز دخوړلو او غوړولو له لاري د وېښتانو توئېدل او رژېدل ختموي او که د چا بندونه درد کوي وجع المفاصل يې وي کولای شي په دې تېلو بندونه روزانه مالش کړي.
(یادونه)
هغه ناروغان چي دمختلفو وجوهاتو په اساس له ضعف انتصاب (د تناسلي آلت له کمزورتیا او نه جګېدلو) څخه شکایت کوي که په اونۍ کي عضو تناسلي یو یا دوه ځلي ورباندي د لسو دقېقو لپاره غوړ او مالش کړي شکایت يې ختموي کېدای شي يوه اندازه سوځول وکړي خو دا يې طبېعي اغېزه ده, وار خطايي نده په کار، هېڅ ډول منفي اغېزه نلري، ګټه کوي او ناوان يې نشته (بې ادبي معاف)
روغتيا او رنځ د الله تعالی له طرفه دی خو دا طرېقې ازمويل شوي او ګڼو رنځورانو ته يې ګټه رسولي ده ما له عربي ژبي وژباړله او ستاسو په خدمت کي مي وړاندي کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *