هغه يوه خبره چي نجونې تل په خپل زړه کي ارمان پسي کوي
د ارواپوهنې له مخې، نجونې هېڅکله له خپل ښایست څخه نه راضي کېږي. دوی که هر څومره ښایسته وي، بیا یې هم ارمان وي چې کاش نوره هم ښایسته وی.
لاندې (۶) نورې جالبې خبرې هم درسره ولولئ!
۱. ارواپوهان وایي چې په واده کې پنځوس کسان داسې وي چې په ریښتیا ستاسو په خوښۍ خوشحالېږي او پاتې نور هسې نس (ګېډې) مړولو ته راځي. دغه راز، د مړینې پر مهال یوازې دېرش کسان داسې وي چې په رښتیا هم د مړي په مر–ګ خپه وي، پاتې نور هسې د رواج لپاره راځي چې سبا ورځ رانه څوک ګیله ونه کړي.
۲. د زیاترو کسانو په نوکانو باندې به مو یو یا دوه سپین ټکي لیدلي وي، دا د دې نخښه ده چې بدن د اوسپنې، کلسیم او ويټامنو له کمښت سره مخ دی.
۳. د کینسر یا سرطان د ناروغانو ویښته ځکه توېږي چې د داسې ناروغانو د درملنې لپاره ډاکټران د “Chemotherapy” څخه کار اخلي او دا ډول تداوي د هغوی پر ویښتانو منفي اغېز کوي. ځینې وخت ډاکټران په لوی لاس دوی ته د وېښتو د لیرې کولو توصیه د دې لپاره کوي چې وېښتو کې یې میکروبونه ځای ونه ونیسي.
۴. که تاسو په ژور خپګان اخته یئ؛ نو اوسنۍ څېړنې وایي چې د ژورخپګان د ختمولو یا کمولو یوه لار منډه ده. هر سهار د یو څو دقیقو لپاره منډه ووهئ، هم به مو رواني روغتیا ورسره ښه وي او هم به له فزیکي ناروغیو په امان یاست.
۵. ارواپوهنه وایي چې که تاسو په کال کې له دوو کسانو سره هم مالي مرسته وکړئ؛ ذهن به مو ډېر خوښ او سوکاله وي.
۶. د نړۍ بریالي کسان که وګورئ، هغوی تر ننه کتاب ته وخت ورکوي او مطالعه کوي. وارن بوفټ د نړۍ له شتمنو کسانو څخه دی. دی هره ورځ کتاب لولي. د بېل ګېټس له نوم سره خو به ټول اشنا یئ. دی په هر کال کې تر (۵۰) زیات کتابونه مطالعه کوي. نو له دې څخه معلومیږي چې دوامداره زده کړه د بریا یو ستر راز دی.