روغتيا

هغه خوراک او څښاک چې خوب مو تښتوي؟

یو شمیر خواړه شته، چې د ښه خوب سره مرسته کوي، خو ځینې نور بیا برعکس، خوب تښتوي او انسان ناراحته کوي. د شپې ناوخته خوراک کول هم په لویه کچه خوب خرابوي.
دلته د هغه خواړو لیست ستاسې مخ ته ږدو، چې خوب تښتوي. دا خواړه کم تر کمه درې ۳ ساعته مخکې بسترې ته له تلو وخورئ:
۱ـ تور چاکلیټ:
دا چاکلیټ که څه هم زیاتې ګټې لري، خو د شپې له مخې یې خوړل د خوب لپاره ګټور نه دي. دا چاکلیټ په زیاته اندازه طبعي کافین لري، چې خوب تښتوي.
۲ـ تراخه خواړه:
سپایسي یا ترخه خواړه د زړه ضربان زیاتوي، او د وجود تودوخه هم لوړوي. دا ډول خواړه تاسې تر نیمې شپې بیدار ساتي.
۳ـ کباب او سره شوې غوښه:
کباب او سره شوې غوښه په زیاته اندازه پروټين او وازده لري، چې هضمول يې ډیر وخت ته ضرورت لري. دا خواړه ستاسې خوب تښتوي.
۴ـ ګلپي:
ګلپي په زیاته اندازه فایبر لري، چې ددې هضمول هم ډیر وخت نیسي. دا خواړ ستاسې وجود فعال ساتي او خوب ته مو نه پریږدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *