له خوراک وروسته سمدستي چاي څښل مهم زيان ښکاره شو - Mohllat                      

له خوراک وروسته سمدستي چاي څښل مهم زيان ښکاره شو

یو امریکایی په یو راپور کې وويل چې خوراک پسې سمدستي چای څښل ډير زیانونه لري او باید لږ تر لږه تر دېرشو دقيقوڅښاک ونه شي.
راپور کې راغلي چې بدن ته بايد د وسپنې د جذبولو فرصت ورکړل شي. وسپنه په شنو سابو، لوبيا، دالونو، فاصلې، ماهي، چرګ، غوښه او غنمو کې پيدا کيږي. کله چې انسان غذا وخوري نو بايد معده پرېښودل شي، خوراک هضم کړي او بدن ترې خپله وسپنه واخلي.
خوراک سره يا ورپسې سمدستي چای د غذاء ګټي له منځه وړي او بدن نه شي کولای مطلوبه اندازه قوت واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *