د جن+سي کمزورى لپاره څو تمرينونه چي څو ورځو کي يي حل کوي
جن+سي ستونزې او ناروغۍ په هر عمر لرونکو کسانو کې، که نارينه وي او يا ښځينه شتون درلودلی شي. په ښځو او نارينو کې ګډې جن+سي ستونزې او ناروغۍ؛ د جن+سي اړیکو په اړه نه لېواليتا، د جن+سي اړيکو په اړه ويره، پر ځان بې باوري، د جن+سي اړيکو د تر سره کولو په وخت کې درد او نور دي. بيا په جلا ډول، د تناسلې آلې نه پورته کېدل، زر انزال او د مني کموالی د نارينه؛ شنډوالی، د جن+سي اړيکو په وخت کې د درد احساس او د مياشتنۍ ناروغۍ ګډوډي په ښځو کې جن+سي ستونزې او ناروغۍ دي.
پورته ناروغۍ او ستونزې دوه لوی لاملونه لري، چې يا به فزيکي لامل وي او يا هم روحي او ذهني. د فزيکي لامل په وخت کې پرته د وخت له ځنډ څخه، ناروغ کس بايد ډاکټر ته لاړ شي او که ستونزه ذهني او روحي وي، نو د درملو ترڅنګ نورې چارې هم شتون لري، چې ناروغ يې بايد تر سره کړي.
په دې لېکنه کې هغه تمرينونه درته په ګوته کوو، چې نارينه او ځوانان له جن+سي کمزوري خلاصوي، کوم چې د خپلې ميرمنې سره د جنسي اړيکو د تر سره کولو وړتيا نه لري.
۱- د وزن پورته کول: په منظم ډول د غړو د ښکلا په کلب (جېم) کې او يا هم په کور کې او کار ځای کې، د وزن پورته کول په وجود کې د نارينه جنسي هورمون ( ټېسټوسرون testosterone) زيات وي. وزن په داسې طريقې سره پورته کړئ، چې د اوږو، ورنونو، سينې او لاسونو عضلې په حرکت راولي.
۲- يوګا Yoga: د يوګا تمرين تر ډېره هندي رېښه لري او په هغه هېواد کې ډېر دود دی. يوګا د انسان وجود انعطاف او تغير منونکی جوړوي. يوګا تمرين کولی شي، چې د وجود هر غړي ته حرکت وکړي او د وينې دوران په ښه ډول سره په جريان کې شي. د يوګا يو بله ګټه دا ده، چې د ښځې او خاوند لپاره جن+سي اړيکې اسانوي او دوی کولی شي، چې له بېلا بيلو لارو دغه اړيکې تر سره کړي.
۳- ګړنډی قدم وهل: د هارورډ انسټېټيوټ د يوې څېړنې له مخې، چې د ۵۰ کالونو په شااوخوا کې په ۳۱ زره سړيو تر سره شوې وه، په ګوته کړه، چې په نارينو کې د ګړندي قدم وهل تمرين تر ۳۰ سلنه د تناسلي آلې د پورته کولو ستونزه او کمزورتيا له منځه وړي. د تيز قدم وهلو بله ګټه دا ده، چې د وينې رګونه پاک ساتي او د زړه د حملې مخنيوی کوي.
د تناسلې آلې د نه پورته کېدو په پار بايد، هره ورځ د ۳ څخه تر ۴ کېلو متره پوري تيز قدم ووهل شي، ترڅو دا ستونزه په طعبيي ډول سره حل شي.
۴- لامبو وهل: په نارينو کې د جن+سي کمزورتيا او په ځانګړي ډول د زر انزال لپاره غوره درملنه لامبو وهل دي. د جن+سي ناروغيو د ډاکټرانو په وينا چې لامبو وهل دوه ګټې لري. لومړي د انسان وزن کموي، چې ډېر وزن په خپله هم د جن+سي اړیکو پر وړاندې يو خنډ او ستونزه ده. دويم دا چې د لامبو وهلو تمرين بيا د جن+سي اړيکو په وخت کې د وجود تحمل او ثابتوالی ډېروي. مطلب دا چې، د جن+سي اړيکو د تر سره کولو په وخت کې د ستړيا او بې صبرۍ ستونزه له منځه وړي.
باتور غیرت لارښوونه کوي، چې په يوه اونۍ کې درې ځلې او بيا د ۳۰ دقيقو لپاره لمبو وهل کولی شي، چې جنسي کمزورتيا له منځه يوسي او په اسانۍ دغه ستونزه حل کړي.