نارينه دښځو دا څو صفتونه ډير خوښوي او - Mohllat                      

نارينه دښځو دا څو صفتونه ډير خوښوي او

نارينه دښځو دا څو صفتونه ډير خوښوي او
دا چې یو انسان له بل انسانه څه ډول اغېزمن کېږي، ارواپوهانو یې په اړه په بشپړه توګه نه پوهېږي، خو له ډېرو څېړنو او تجربو څخه داسې ډېر څه لاسته راغلي، چې نارینه د ښځو کوم صفتونه ډېر خوښوي.
د سیدتي ویبپاڼې د راپور له مخې د ارواپوهنې او د اړیکو جوړولو ډاکتر ګیري براون وایي، لکه څنګه چې د ښځو زړه راښکون مهم ګڼل کېږي، همدغسې یې نورې ځانګړتیاوې لکه شوخي، مهرباني، باور چې کبر ونه لري او د مینې احساس ورکول هم مهم ګڼل کېدلی شي. دغه راز کله چې نارینه له ښځو سره مخامخ کېږي، لاندې ځانګړتیاوې پکې لټوي.
مهرباني: عموماً نارینه داسې شخص نه خوښوي، چې یوازې د خپلې کورنۍ او ملګرو سره ښه سلوک کوي، بلکې هغه شخص خوښوي چې له هر چا سره ښه سلوک وکړي. مهرباني او احسان کول هغه صفتونه دي، چې په وسیله یې کورنۍ ستونزې له منځه تللی شي.
مثبت اوسېدل او شوخي کول: په هره یوه اړیکه کې ترټولو مهمه دا وي، چې باید خپل وخت په خندا او خوشحالۍ سره تېر کړو، هر وخت باید خپل طبیعت برابر وساتو. ویل کېږي چې د ښځو د بې شمېره صفتونو سره سره د هغې مسکا هم د ژوند د ښه والي سبب کېدلی شي. دغه راز له یوې څېړنې معلومه شوې، چې نارینه هغه ښځې ډېرې خوښوي، چې تل پر مخ مسکا ولري.
شوقین: ویل کېږي نارینه په عموم کې د ښه ژوند لپاره نازک خیالۍ ته اړتیا لري، ځکه چې دوی د نازک خیالۍ په سبب متحرک کېږي. نو ویلی شو چې نارینه هغه ښځې ډېرې خوښوي، چې د اړیکو پرمهال د شرکو ګټو ساتنه وکړي. ویل کېږي چې که چېرته ذکر شوي ښځه او خاوند سره یوځای شي، نو له ستړیا سره نه مخامخ کېږي، ځکه چې له دا ډول ښځو سره هر وخت نوې موضوع پیدا کېدلی شي.
په ځان باور کول: نارینه له هغه چاسره یو ځای ژوند کول غواړي، چې دده د خوښۍ سبب وګرځي. یعنې نارینه په عموم کې هغه ښځې خوښوي، چې په ځان باور ولري او د خپل ځان دفاع وکړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *