روغتيا

د ليمو هغه حيرانوونکې ګټې چي تر ننه مو نه وي ليدلې لومړى دا چي

لیمو که په خوراک کې د ښې مزې لپاره کاریږي، خو د ښکلا لپاره هم پوره ګټور دی.
لیمو د مخ تور داغونه او رټې ختموي. که د مالوچو یو پشم د لیمو په اوبو سره ککړ کړئ او پر مخ يې هره ورځ یا یوه ورځ پس ومږۍ، نو د مخ تور داغونه به مو له منځه لاړ شي.
که لیمو او شات سره ګډ شي او پر پوستکي ومږل شي، نو وچ پوستکی نرموي او تازه کوي.
که لیمو د بادامو د تیلو سره ګډ شي او نوکان پرې غوړ شي. شل ۲۰ دقیقي پریښودل شي، نو د نوکانو رنګ او ډول تازه او ښکلی کیږي.
که لیمو او بوره سره ګډه شي او پر شونډو پورې شي، نو شونډې نرموي او سپوروالی يې ختموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *