دغه( ۸ )ډوله خواړه، مو پوره ضمانت ستاسې جن،سي قوت لوړولی شي - Mohllat                      

دغه( ۸ )ډوله خواړه، مو پوره ضمانت ستاسې جن،سي قوت لوړولی شي

– کېلې
کېلې د پوتاشیم د لرلو غني سرچېنې دي، کوم چې د هغو خواړو، چې په زیاته اندازه سودیم لري، اغیزې خنثی کوي او په پاېله کې ورسره د انسان جنسي قوت لوړېږي.
2- شین چای
د یو ګیلاس شین چایی څښل کولی شي، چې ستاسې جنسي قوت لوړ کړي. ځکه شین چای په خپل ترکیب کې کافین لري او کافین کولی شي چې ستاسې د پټو عضلاتو په رګونو کې د وینې جریان په ښه ډول تنظیم کړي.
3- د کب (ماهي) غوښه
د کب غوښه د Omega 3 شحمي تېزابونه لري، کوم چې په دماغو کې د Dopamine کچه لوړوي او په دې سره د وینې جریان په ښه ډړل تنظیمیدلی شي. چې په پاېله کې ورسره د انسان جنسي قوت لوړ ځي.
4- هندواڼه
هندواڼه کولی شي، چې ستاسې جنسي قوت لوړ کړي ځکه په خپل ترکیب کې Lycopene لري. او دا ماده کولی شي، چې د وینې رګونو ته سکون وبښي، چې په دې سره ستاسې د پټو عضلاتو په رګونو کې د وینې جریان ښه تنظیمیدلی شي.
5- زنجفیل
د یوې څېړنې له مخې، چې د Cardiology په نړیوال ژورنال کې چاپ شوې ده، پکې راغلي چې په اونۍ کې څو ځلې د زنجفیلو خوراک درسره دا مرسته کولې شي، چې جنسي قوت مو لوړ کړي.
6- مرچک
تاسو به په دې لېست کې د مرچک د نوم په لېدلو حیران شوي یاست خو د مرچکو خوراک کولی شي درسره مرسته وکړي، چې ستاسې میتابولېزم لوړ کړي او اندروفین مو تحریک کړي، کوم چې ستاسې د زړه ضربان چټکوي. چې په پاېله کې ستاسې د مخصوصو عضلاتو په رګونو کې د وینې په ښه ډول جریان ته لاره هواریږي او په دې سره مو جنسي قوت لوړ ځي.
7- د انار جوس
د انار جوس کولی شي ستاسې جنسي قوت لوړ کړي ځکه په خپل ترکیب کې د اکسیدیشن ضد مواد لري چې ستاسې د بدن د وېنې جریان ډېر ښه تنظیموي.
8- بادام
بادام په خپل ترکیب کې امینو اسیدونه لري، کوم چې د وېنې د جریان په تنظیم کې ونډه لرلی شي. چې په دې تنظیم سره کېدلې شي ستاسې جنسي قوت لوړ لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *