د معدې رېفلو، ايا د خوړو وروسته مو ستونی سوزي؟ لاملونه او حل لارې
د معدې سوخت او ورسره ددې سوځېدو تاثير د خوړو نل يانې د انسان د ستوني لوري ته راتلل يو له هغو روغتيايي ستونزو څخه ده چې ډېر زيات خلک ورسره مخ کېږي.
د معدې او خوړو د نل ترمنځ يو سرپټ غوندې شی شتون لري کله چې خواړه معدې ته ځي دا کښته خواته خلاصېږي او کله چې خواړه معدې ته دننه شي په اتومات ډول بیرته بندېږي.
د معدې د سوخت په ځانګړي ډول پورته د ستوني لوري ته د سوزش او سوځېدو حس کول هغه مهال رامنځته کېږي کله چې په معدې کې تیزاب زیات شي او دا تېزاب پورته د خوړو د نل لوري ته راشي.
د معدې تېزاب څه وخت پورته د خوړو نل ته مخه کوي؟
کله چې په معده کې تیزاب زیات شي دا کېدی شي په دې صورت کې رامنځته شي چې يو کس زيات هغه خواړه وخوري چې خپله تېزابي لوړه خواص لري يا لکه ليمو، ګريفروټ او داسې نور شيان وخوري.
کله چې د يو کس خېټه په ځانګړي ډول د خېټې دواړه څنګونه يانې د تشي برخې زيات وزن واخلي، پدې وخت کې په معده فشار زياتېږي او خواړه د ستوني لوري ته پورته کېږي په دې مهال د ستوني لوري د معدې لږ پورتنۍ برخه کې انسان يو ډول سوزش حس کوي.
کله چې یو کس له حده زيات خواړه وخوري نو په دې صورت کې هم په معده کې د نورو حجم زياتېږي او خواړه پورته د خوړو د نل لوري ته حرکت کوي چې پدې صورت کې هم ياده ستونزه رامنځته کېږي.
د بل لوري هغه خواړه خوړل چې په غوړو کې پاخه شوي وي، زيات غوړ ولري هغوی اړ ځينې نور داسې خواړه هم شته چې د معدې او خوړو د نل ترمنځ موجود سرپټی خرابوي او خواړه په دې صورت کې هم پورته حرکت کوي.
کله چې په پرلپسې ډول دا خواړه پورته ځي او يو کس دا ستونزه حس کوي نو د څه مودې وروسته داسې کېږي چې د خوړو دا نل هم پخپله په ځينې مشکلاتو باندې اخته کېږي.
ددې مشکلاتو څخه د حل لارې
ددې لپاره چې د معدې د سوزش په ځانګړي ډول د معدې د موادو پورته د ستوني طرف ته د راتلو د مشکل څخه خلاص شی ځينې ساده موارد بايد مراعات کړی.
په يوه وار د ډېرو خوړو د خوراک څخه ډډه وکړی.
د ډوډۍ د خوړلو وروسته سمدلاسه مه ويده کېږي او مه هم ډډه وهی مطلب په څنګ هم مه څملئ بلکې همداسې مستقيم او قايم کېنی، لږ تر لږه نيم ساعت همداسې کېنئ.
هغه خواړه چې پخپله زيات اسید او تېزاب لري کم مصرف کړی.