روغتيا

د زنګون درد لاملونه او درملنه يې

د زنګون مفصل د څلورو هډوکو د يوځای کېدو څخه جوړ شوی دی، چې د يادو څلورو هډوکو علمي نومونه (Femur د پښې د پاسنۍ برخې لوی هډوکی، Tibia د پښې د لاندنۍ برخې هډوکی چې د Femur د هډوکي مقابل هډوکی دی او ورسره بند جوړوي، Fibula د پښې د لاندې برخې نری هډوکی او Patella د زنکون د سر ګرد او ډبل هډوکی، چې د زنګون د سترګې په نوم هم ياديږي، ياد هډوکی د زنګون د مفصل په سر باندې پروت دی او د يوځای شوو هډوکو (د زنګون د مفصل) د ساتنې دنده پر غاړه لري.
 
د زنګون مفصل څلور برخې يا Compartments لري او د زنګون د سر د هډوکی په ښی، چپ او دننه برخو کې موقعيت لري، (Medical Compartment د زنګون د سر هډوکي په دننه نيمي برخه کې، Lateral Compartment د زنګون د سر هډوکي په بهرنۍ نيمي برخه کې، Patellofermoral د زنګون د هډوکي شاته موقعيت لري. هرکله چې د زنګون دغه برخې Compartments د ډيرو تکراري خوځښتونو، ټپ او ځيني ناروغيو له امله زيانمنې شي، نو د زنګون د درد لامل کيږي.
 

د زنګون د مفصل هډوکي د درد يو بل لامل د ډېر وخت لپاره اوږد مزل کول دي، اوږد مزل د زنګون په مفصل باندې اغېز لرونکی دی.
د زنګون د مفصل د درد ډولونه:
د زنګون د مفصل درد په دوه ډوله دی، چې يو يې لنډمهاله درد دی، چې د ټکر، ټپ او د يو بل څه سره د ټکر له امله منځ ته راځي. د ياد درد لاملونه څرګند وي او درد يې هم د يو لنډ وخت لپاره وي، ياد درد د ډېرې اندېښنې وړ نه دی او په ساده درملو سره يې درملنه شونې ده.
دويم ډول يې اوږد مهاله درد دی، چې ورته د زنګون اوږد مهاله درد يا Chronic Knee Pain وايي.

د اوږد مهاله يا Chronic Knee Pain لاملونه:
څه ډول مو چې وړاندې د زنګون د مفصل د څلورو هډکو او ترمنځ يې د برخو يا Compartments په اړه يو څه مالومات وړاندې کړل او د يادو هډکو او برخو زيانمن کېدل د زنګون د مفصل د کورنيک درد يو عمده لامل دی.
د فزيکي حالت او ځينو ناروغيو له امله د زنګون کورنيک درد:
۱- Osteoarthritis استېورترېتېس: په استېورترېتېس کې زنګون درد کوي، د درد له امله يې رنګ سور وي چې لامل يې د زنګون د هډوکو نېږدوالی او خرابوالی دی.

۲- Tendinitis نښلونکي تارونه: د Tendinities د التهاب او ميکروبي کېدو له امله هم د زنګون مفصل د اوږد وخت لپاره درد پيدا کوي، Tendinities هغه تارونو او نسجونو ته وايي چې، هډوکي او عضلې په خپل منځ کې سره تړلی. د دغه تارونو د التهاب له امله د زنګون په مخکني برخه درد احساس کيږي، چې ډېر ځلې د په لوړو او مايلو سحطو باندې د پورته کېدو په وخت کې وي.

۳- Bursae د زنګون مايع: د زنګون مايع هغه مواد دي، چې د مفصل د نښلونکو تارونو، هډوکو، عضلو او نسجونو د يوځای کېدو په ځای کې شتون لري او علمي نوم يې Bursae دی. د زنګون د مايع د التهاب او خرابېدو له امله ځانګړې زيانمنه شوې برخه سره مالوميږي او درد کوي، د زنګون د مايع ناروغۍ ته Bursitis وايي، چې په شتون کې د مفصل حرکت او خوځښت ستونزمن او درد لرونکی وي.

۴- Chondromalacia Patellae د زنګون د سترګې لاندې د عضروفو ناروغي: د زنګون د سر هډوکی يا Patella لاندې عضروف شتون لري، هرکله چې ياد عضروف ضربه وخوري نو د زنګون د مفصل د درد لامل کيږي او يادې ناروغۍ ته Chondromalacia Patellae وايي.

۵- Gout د يوريک اسيدو زياتوالی: کله چې د مفصل لاندې په ډېر شمېر سره يوريک اسيد ټول شي، نو د مفصل او بندونو د درد لامل کيږي، چې ورته Gout وايي.

۶- Dislocation له مفصل څخه د هډوکي بې ځايه کېدل: مفصل د دوو او يا له دوو څخه د زياتو هډوکو د يوځای کېدو ځای ته وايي، هرکله چې د مفصل څخه يو هډوکی بې ځايه شي نو د مفصل د درد لامل کيږي.

۷- Cartilage Tears د عضروفو څېرې کېدل: عضروف له هډوکي نرم او عضلات څخه سخت نسجونه دي، کله چې ياد نسجونه تخريب شي، د زنګون د مفصل د درد لامل کيږي.

کوم کسان د هډوکي له درد څخه زوريږي؟
د زنګون د مفصل درد تر ډېره په زيات وزن لرونکو کسانو کې وي، د وزن په زياتېدو سره په پښو او د زنګون په مفصل فشار راځي، چې د درد لامل کيږي. له زيات وزن پرته، پخوانۍ ضربه، سخت فزيکي تمرېنونه او لوبې هم د ياد درد لاملونه دي.

د زنګون د درد نښې:
د زنګون د ځانګړې برخې سورالی، پړسوب، د تګ او خوځښت په وخت کې درد او ځينې نور، د زنګون د درد نښې او نښانې دي.

د زنګون د درد درملنه:
د هرې ناروغۍ لپاره اړينه ده، چې اړونده ډاکټر سره وکتل شي او د ډاکټر د لارښوونو مطابق دوا وخوړل شي. د زنګون د مفصل د ناروغۍ او درد په اړه هم بايد له اړونده ډاکټر سره وکتل شي، ترڅو دا خبره په ډاګه شي چې د ناروغۍ او درد لامل په څه کې دی. ځينې وخت شونې ده چې ډاکټر د جراحي عملياتو لارښوونه وکړې، په هغه صورت کې چې ناروغي سخته او يوازې درمل پرې اغېز نه کوي. خو لاندې يو څو هغه لارې درته په ګوته چې ښايي د يو کم وخت او يا هم په پوره ډول سره ستاسو د زنګون د مفصل درد ته دوا شي.

۱- Physoitheraphy فزيکي تمرين: په منظم ډول زنګون ته تمرين ورکول او يو شمېر ځانګړې حرکتونه سرته رسول د زنګون د مفصل په درد کې کموالی راوستلی شي. شوني ده چې په فزيکي تمرين سره مو بې ځايه شوي هډوکي او عضروف ځای ته ورشي.

۲- ځانګړې پېچکارۍ: کله چې د زنګون د مفصل درد له حده ډېر وي، نو د ماهر ډاکټر له خوا ورته په زنګون يې پيچکارۍ وهل کيږي، چې د درد په کموالې کې اغېزمنې دي. د زنګون د درد لپاره دوه پيچکارۍ مشهورې او موثرې دي، corticosteroids او بله د lubricants په نوم.

۳- Hot Water/Hot Electronic Bag بريښنايي او يا د ګرمو اوبو کڅوړه: که چېرې د زنګون د مفصل درد په عضلاتو او عصبي رشتو کې وي، نو د هغې ګرم ساتل او په ځانګړې ډول بريښنايي او يا د ګرمو اوبو کڅوړه پرې اېښودل، د کم وخت لپاره درد له منځه وړي.

۴- ګرمه ملګه: کله چې ملګه توده کړئ، بيا يې په يوه ټوټه کې ونغاړئ او په اغېزمن شوې ځای باندې يې ونېسئ، نو په موقت ډول درد له منځه وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *