روغتيا

که کوروالى ونه کړى په دغه څو مشکلاتو به اخته شى او

کوروالي اړیکې د انسانانو د گډ ژوند د عمده اړتیاو څخه ګڼل کیږي چې نشتوالی او کموالی یې د یو لړ روغتیایي او ټولنیزو ستونزو سبب کیدی شي.امریکایي معتبرې ویب‌پاڼې WebMD د جن سي مقاربت یا سک ‘س د نشتوالي او یا لږوالي اړوند یو لړ مشکلات په گوته کړي دي.
اندیښنه او اضطراب

کله چې یو انسان اندیښنه ولري، ښایي سک س وروستی څیز وي چې هغه پرې فکر کوي. داسې باور دی چې سک س د هغو هورمونونو د کموالي سبب کیږي چې بدن یې د تشویش او اضطراب پر وخت تولیدوي.
سک س انسان خوشحال او صحتمنده کوي؛ هغه عناصر چې د تشویش د له منځه تللو لپاره اړین پیژندل کیږي.
د زړه سلامتي څیړونکي وایي هغوی چې د میاشتې یو ځل یا لږ جن سي مقاربت کوي، د هغو په پرتله چې په اونۍ کې دوه ځلې سک س کوي په قلبي امراضو زیات اخته کیږي. سک س انسان د فزیکي او روحي پلوه تقویه کوي، فزیکي فعالیت زیاتوي او د قلب عضلې قوي کوي. هغه زړه چې قوي عضلات ولري لږ په مشکلاتو اخته کیږي.
د حافظې کمزورتیا

په گډ ژوند کې منظمې جن سي اړیکې د حافظې د ښه والي سره اړیکه لري، په ځانگړې توگه د ٥٠ او ٨٩ کلونو ترمنځ. خو د حافظې د کمزورتیا سره د سک س د کموالي او جن سي مقاربت مستقیمه اړیکه نده څرگنده شوې.
د بدن دمعافیتي سیستم کمزورتیا
په اونۍ کې لږ تر لږه یو ځل سک س کولای شي د بدن معافیتي سیستم تقویه کړي. هغه کسان چې کم سک س کوي ښایي زیات په ناروغیو اخته شي. منظم سک س ښایي په بدن کې د ایمیونوگلوبولین A کچه زیاته کړي؛ هغه عناصر چې د مکروبونو سره جنگیږي او په مکروبي ناروغیو باندې د انسان د اخته کیدو مخنیوی کوي.
د پروستات سلامتي

ددې دلیل چې ولې کم سک س کول د نارینو د پروستات د غدې په سلامتۍ باندې اثر کوي په دقیقه توگه واضح نده، خو لږ تر لږه یوې څیړنې ښودلي چې هغوی چې په یوه میاشت کې د اوه ځلو نه لږ د سک س ارگاسم لري یا په بل عبارت ارضاع کیږي د هغو په پرتله چې په عین موده کې لږ تر لږه ٢١ ځلې ارضاع کیږي زیات د پروستات په سرطان اخته کیږي.
لږ خوب کول

له کوروالى پرته ښایي په بدن کې د پرولکتین او اوکسیتوسین هورمونونه کم شي. دغه دوه هورمونونه د ارام خوب سبب کیږي. د سک س پر وخت د ښځو په بدن کې د استروجن هورمونونه زیات تولیدیږي او د هغوی د ارام خوب سبب کیږي.
داکتره ادیبه شریفی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *