راشد خان په کرکټ کې یو بل ریکارډ جوړ کړاو - Mohllat                      

راشد خان په کرکټ کې یو بل ریکارډ جوړ کړاو

هټریک په دریو پرلپسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو ته وايي.
راشد خان په حساس وخت کې راغي او د خپل څلورم اور په دریو لومړیو توپونو یې درې کسان اوټ کړل.
دا لوبه د هند په احمد اباد کې وه، لمر هم و، روژه هم وه، خو کله چې راشد خان دا کارنامه وکړه، هلته دماښام اذان وشو، ما بل افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال ولیده، چې د جوسو بوتل [ګیډېریټ] یې په لاس کې راشد خان ته منډې ووهلې، راشد خان کیناست او په میدان کې دننه او د لوبې په منځ کې یې خپله روژه ماته کړه. الله دې ورته قبوله کړي.
په دې حساب،‌ راشد خان لومړی افغان کرکټ‌لوبغاړی شو چې په آی پي کې د خپلې لوبډلې کپتان هم و او په هماغه لوبه کې یې هټریک هم وکړ. نورې بریاوې یې په نصیب شه.

راشد خان د لوبې رخ بدل کړ، خپلې لوبډلې ته یې د بري لاره برابره کړه، مګر په اخري اور کې دکولکتې لوبډلې یو لوبغاړي پنځه پرلپسې شپږیزې ووهلې او د ۲۰۵ منډو هدف یې پوره کړ. ګټل او بایلل یې موږ ته دومره مهم نه دي، موږ ته د خان او نورو افغان لوبغاړو ځلېدل مهم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *