د يوه امريکايي ډاکټر له خولې: د روژې پينځه داسې ګټې چې طب یې حیران کړی
د روژې مبارکه میاشت په ګران هېواد او مطلق اکثریت هېوادونو کې نن پيل شوه، د روژې د راتګ سره د هغه د حکمتونو او ګټو څخه بحث کول هم پيلېږي. په دې هکله مو د یوه امریکايي ډاکټر تازه څرګندونې را اخيستې دي.
د روژې د فايدو په هکله يو امريکايي ډاکټر ښاغلی برګ وايي چې روژه زياتې ګټې لري خو دا ګټې به هغه وخت ډېرې ريښتينې او لا زياتې وي کله چې په دې هکله هم سوچ وشي چې روژه په څه شي ماته شي او په روژه ماتي کې څه شی وخوړل شي.
دغه مشهور ډاکټر وايي که چېرې په روژه ماتي مناسب خواړه په مناسبه اندازه وخوړل شي او په خوراک کې زيات افراط ونشي زياتو کاربون هيدراتو ته ځای ورنکړل شي نو روژه څو فوق العاده ګټې لري.
له دې ګټو څخه يوه د سايتوکين کمول دي، پدې پروټينو کې داسې يوه برخه ده چې د التهاب سبب کېږي په روژه کې په حيرانونکې ډول دا پروټين کمېږي او ورسره التهاب هم کمېږي ددې سره مکروفاژ را بيدارېږي، مکروفاژ ويروسونه او بکترياوي، ميکروبونه خوړونکې يوه لويه او قوي حجرده. دا په بدن کې د مضرو زهري موادو يو لوی قا.تل دی. د هر ډول ناروغۍ په وړاندې لومړی مسولیت ددې حجرې دی.
د روژې په نيولو سره مو په بدن کې ميکروبيوم زياتېږي، ميکروبيوم مو په بدن کې د هغه دوست ميکروبونه تشخيص کوي چې په اصل کې د بدن لپاره ګټور دي، ميکروبيوم ۷۰ سلنه په کولو کولمو کې موندل کېږي دا بدن ته ددفاعي سيستم يو حيرانونکی قوت ورکوي.
همدارنګه په روژه نيولو سره انسان د ستریس او ډي اېن اې د زيانونو سره د مقابلې توان زیاتولی شي، په روژه کې د انسان بدن د انتي اوکسيډان شبکه زياتوي او د بدن دفاعي سيستم غښتلی کوي.