د واسلين څخه اوس حيرانونکې ګټې اخيستلاى شى چي
واسلین شاوخوا 150 کاله وړاندې اختراع شو او ډير ژر په کورنو کې یې کارول عام او دود شول . آیا پوهیږئ چې دغه روڼ جادويي ژیل د نورو کومو موخو لپاره کارولی شو ؟ نه یواځې دا چې ستاسو غاښونه او بدن مرطوبوي بلکه نورې ګټې هم لري . که غواړې د واسلین له ⑩ حیرانونکي ګټو څخه خبر شئ دا لیکنه درسره ولولئ .
① د سر پوستکي خارښت ورکول : ځيني کسان د پوستکي وضیعت یا د نه وینځلو او یا د سم نه وینځلو له امله د سر پوستکي وچ والي څخه ځوریږي . خپل سر د په واسلین غوړ کړئ دا به تاسو سره مرسته وکړي تر څو د سر پوستکي وچوالی ، خارښت او پښه مو لمنځه لاړ شي .
② له غاښونو څخه دې لپسټیک ( لب سرین ) پاکولو لپاره : که د یوې لیدنې او یا غونډې پر مهال مو پر غاښونو رنګ وي ، آیا د شرم احساس به ونه کړئ ؟ اندیښنه مه کوئ د دې کار څخه دې مخنیوي لپاره حل لاره شته ده . مخکې له دې چې پر شونډو لپسټیک ووهئ غاښونه مو پر واسلین غوړ کړي له هغه وروسته به لپسټيک ستاسو په غاښونو ونه نخلي .
③ د اور لګولو لپاره : که څه هم واسلین د سوزیدو وړ نه ده خو د اور لګیدو پر مهال کولای شي اور په لګولو کې اسانیتا رامنځته کړي . د کاټن یوه ټوټه په واسلینو کې ووهي او بیا لور ته ورو واچوئ دغه کاټن تیکه او واسلین اور له ځان څخه یو ډول ګاز تولیدوي چې په آسانۍ سره نورو شیانو ته اور ورته کولای شي .
④ د نامنظمو وریځو جوړولو لپاره : که د وریځو جوړولو لپاره د واکس وهلو وخت نه لرئ ؟ اندیښنه مه کوئ ! تاسو کولای شئ په کور کې د واسلین په مرسته یې جوړې کړې . تاسو کولای شي په وریځو واسلین ووهئ او له نرمولو وروسته ورته شکل ورکړئ .
⑤ د نرمو او اوږدو بڼو لپاره : ډیری خلک د خپلو د بڼو اوږدوالي څخه راضي نه وي . واسلین ستاسو د بڼو د تقویت لپاره یو غوره او بې جوړې انتخاب دی . تاسو کولای شئ هره شپه خپل باڼه په واسلینو غوړ کړئ له یوې لنډې مودې څخه وروسته به خپله بدلون حس کړئ .
⑥ د بدن کورني سکرپ جوړولو لپاره : که غواړې پېسې مو سپما کړې نو دلته د واسلینو څخه یوه بله ځېرکانه ګټه اخستلای شئ . واسلین له قندو او یا سمندري مالګې سره یوځای او پر خپل بدن یې ووهي .
⑦ سترګو ته د شامپو تللو څخه مخنیوي لپاره : آیا کله مو چې ستر ګو ته شامپو ورځي ښه احساس نه کوئ ؟ که له ځانه سره واسلین لرئ نو اندیښنه مه کوئ . خپل د وریځو شاوخوا په واسلین غوړ کړئ نو وبه وینئ چې اوبه مو له سترګو هاخوا دیخوا ځي .
⑧ د بدن خوش بوي لپاره : کله مو چې بدن خوله کوي نو د عطر بوئ ژر ورکیدو ستونزې سره مخ کېږئ . له عطرو وهلو وړاندې پر هغو ځاینو مو واسلین ووهئ چې ډیر خوله کېږي نو وبه وینئ چې د عطرو بوئ تر یوې یا دوه کاري ورځو تر پایه هم پاتې کیږي .
⑨ د سپورټ پر مهال : هغه سړیان چې ډیر سپورټ کوي فوټبال کوي او یا هم نور بدني فعالیتونه تر سره کوي نو خپل بندونه دې په واسلین غوړ کړي . بدن به مو له تاسو مننه وکړي .
⑩ په آسانې سره د غوږوالیو اچول : د غوږوالیو په اچولو سره د درد احساس کوئ نو مخکې له دې څخه مو د غوږونو سورې په واسلینو غوړ کړئ نو وبه وینئ چې سومره په آساني سره مو دا کار ترسره کېږي .