د جن،سي طاقت لپاره د درملو خوړل دا بد زيانونه لري چي
له واده مخکې د نامشروع اړيکو تر سره کولو، د لوڅو فلمونو او انځورونو کتل، د لاس په وسيلې د مني بهر کول او ورته نورې کړنې هغه څه دي، چې په نارينو کې ( جن + سي ) ځواک کمزوری کوي. په يو شمېر نورو کسانو کې بيا فزيکي ناروغۍ، روحي او ذهني فشارونه، ویره، اندېښنې او پر ځان بې باوري؛ (جن + سي) ځواک کمزوری کوي.
د پورته ستونزو د حل او خلاصون په موخه، د ټېکنالوژۍ او نوی ساينس پر مټ داسې درمل جوړ شول، چې تر يو ټاکلي وخت لپاره (جن + سي) ستونزې لکه زر انزال ته رسېدل، د تناسلي آلې نه پورته کېدل، د مني کموالی او نورو کې مرسته کوي.
که څه هم دغه درمل له ګټو خالي نه دي او که چېرې د ناروغۍ له تشخيصص وروسته د متخصص ډاکټر په توصيې او مشورې سره وخوړل شي، نو د خدای (ج) په کرم چې ستونزې به حل کړي. په دې لېکنه کې د (جن + سي) ځواک د پياوړتيا د درملو پنځه عوارض جانبي درته په ګوته کوو، چې په خپل سر د خوړولو له امله پيدا کيږي.
۱– د زړه حمله: هغه ګولۍ او يا نور درمل چې د نارينه تناسلي آله د ډېر وخت لپاره سخته ساتي او د رز انزال مخنيوی کوي؛ د زړه ناروغانو لپاره خطرناکې پايلي لري. دغه درمل د وينې دوران ګړندی کوي او په دې سره د زړه د حملې شونتيا څو برابره زياتوي. پرته د زړه له حملې د تناسلي آلې د سختوالي ګولۍ بې خوبي رامنځ ته کوي او د سر د ګرځېدو لامل کيږي.
۲– مصنوعي (جن + سي) هڅونه: هغه ګولۍ او يا نور درمل چې د (جن + سي) تحريک او هڅونې لپاره خوړل کيږي په وجود کې هم دا يو مصنوعي (جن + سي) تحریک رامنځ ته کوي، چې له طعبيي سره توپير لري او مصنوعي خواص لري. د بېلګې په ډول له خپل ميرمنې سره د (جن + سي) اړيکو د تر سره کولو په وخت کې که (جن + سي) هڅونه د درملو په وسيله رامنځ ته شوې وي، نو ستړې کوونکي او له (جن + سي) اړيکو وروسته د خپګان او ستړيا سبب کيږي.
۳– د تناسلي آلې بې حسي: که چېرې د درملو په وسيله سره د زر انزال مخه ونېول شي، نو د نارينه تناسلي آله په خپل عادي حالت کې نه وي. خاوند نه (جن + سي) خوند اخېستلی شي او نه هم په دې پوهيږي، چې (جن + سي) اړيکې يې په کوم ډول تر سره کړې. تر دې چې د ميرمنې لپاره هم دغه ډول (جن + سي) اړيکې بې خونده، اجباري او د نه لېوالتيا لرونکې وي.
۴– عادت جوړېدل: هر کله چې يو نارينه د تناسلي آلې د سختوالي، د (جن + سي) هڅونې او د انزال د ډېرې مودې لپاره په پر له پسې ډول له دغه ډول درملو ګټه اخلي، نو لږ وخت وروسته يې وجود ورسره عادت کوي او که چېرې دغه درمل ورته ونه رسيږي، نو په طعبيي ډول وړتيا به ونه لري چې (جن + سي) اړيکې تر سره کړي.
۵– پر ځان بې باوري: لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، په عادتي ډول سره له دغه درملو ګټه اخېستنه طعبيي (جن + سي) ځواک وژني او که چېرې يو کس په طعبيي ډول سره (جن + سي) وړتيا هم ولري، خو د درملو په نه خوړ فکر کوي، چې (جن + سي) اړيکې نه شي تر سره کوله، چې دا په خپله پر ځان بې باوري رامنځ ته کوي.