نيوزيزلنډ سريلانا مات کړ او
د سریلانکا او نیوزیلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم دوه د یو پر وړاندې د کوربه نیوزیلنډ په ګټه پای ته ورسېده.
د یادو هېوادونو ترمنځ دغه لوبلړۍ د اپریل په دویمه نېټه پیل شوې وه او وروستۍ لوبه یې تېره شپه ترسره شوه.
په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ۱۹۶ منډې کړې وې چې نیوزیلنډ هم ۱۹۶ منډې وکړې.
دغه لوبه چې مساوي شوې وه، په سوپر اور کې سریلانکا وګټله.
دغه راز د دې لوبلړۍ دویمه او درېیمه سیالي بیا د اپرېل په ۵مه او ۸مه نېټه ترسره شوې .
یادې دواړه لوبې کوربه نیوزیلنډ وګټلې.
دویمه لوبه یې د ۹ وېکټو او درېیمه یې د ۴ وېکټو په توپیر وګټله.
د نیوزیلنډ توپوهونکی ټیم سيفرټ د دې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله، هغه په درې سیالیو کې خپلې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې کړې وې.
د ویلو ده چې د یادو هېوادونو ترمنځ په دې لوبلړۍ کې دوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې هم شاملې وې چې دواړه ټېسټ لوبې هم کوربه لوبډلې وګټلې او د درې یو ورځنیو لوبو دوه لوبې نیوزیلنډ وګټلې او یوه د باران له امله بې پایلې تمامه شوه.
په دې سره دا لوبلړۍ هم بشپړه شوه او د دې ملکونو یو شمېر لوبغاړي به د هند غوره لیګ پاتې سیالیو ته راستانه شي.