د ورځي يو ګيلاس شيدي دغه اووه (٧) حيرانوونکې ګټې لرې چي
لیکوال : ډاکټرنجیب خټې
اووہ دلیله ستاسو خدمت ته وړاندې کوم چې د ورځې یو ګلاس شیدې څښل څومرہ ګټي لري؛
(زما لخوا کوم سوداګریز اعلان ندی، که څه ھم د شیدو په ھکله مو ډېرڅه د تجارت په ډګرکې لوستي)
دا له کلسیم څخه ډک خوراکي شی په وجود باندي خورا زیات ګټور اثرات لري چې دا دی لاندې يې درته بیانوم:
۱.غوړہ څېره:
شیدې د پوستوکي شکلا او سپینوالی رامنځ ته کړي.
د دې پرځای چې د سینګار بکس سامان په بازارکې راونیسۍ (کریم، پوډر، لوشن، تیل ….)، غورہ دہ چې ھرہ ورځ یو ګلاس شیدې نوش جان کړئ. ھرھغه توکي چې پرپوستوکي د سپینوالي تاثرلري په شیدو کې شتون لري او ترڅنګ يې په ویټامین بډا خواړہ دي.
۲)غښتلي غاښونه :
شیدې د کلسیم د جذبیدلو لپاره ویټامین D لري چې غاښونه طاقتور وساتي او د غاښو د ورستوالي یا ګوګونو مخنیوی نیسي.
۳) تندرست سکلیټ (ھډوکي)
ھمدا کلسیم دی چې د ماشومانو، او غټانو ھډوکي محکم ساتي. خصوصا د ښځو لپاره چې له ۴۵
کلني عمر وروسته يې ھډوکي کمزوري کیږي. د ورځي یو ګلاس شیدې څښل جادو وکړي.
۴. وزن کمول :
یو ګلاس شیدې څښل په خپله یو خوراک شو. کله چې د شپې یو ګلاس شیدې وڅښل شې نور ډوډۍ خوړلو ته اړتیا نشته. دا پخپله د وزن د کمیدو سبب شي.
۵. ذھني فشار سپک کړي :
په 2002 ز کال کې څیړنه وشوہ چې د ورځې یو ګلاس ګرمي شیدې څښل ټول عصاب ارام او د ذھن بوج کم کړي۔ د Stamford Medical
School
راپور.
۶. تودوخي یا ګرمي:
شيدې وجود ته انرږي بخښي. ھرڅوک چې جسماني ستړتیا لري یو ګلاس شیدې څښل بایللي کالوري بیرته پرځای او چستي رامنځ ته کړي.
۷.له رنځونو نجات:
ډېرہ څیړنه وشوہ او په ثبوت ورسیدله چې شیدې څښل د ځیګرکولیسترول له منځه وړي، د ویني فشار کنترول ساتي، د سترګو نور (دید) زیات شي، دفاعي قوت د وجود د سرطان په ضد غښتلی شي او د مغز سکته یا د زړه حمله نه واقع کیږي.