په امیندوارۍ کې د وېښتانو رنګول له دغه زيانونو ضرور خبر شى او - Mohllat                      

په امیندوارۍ کې د وېښتانو رنګول له دغه زيانونو ضرور خبر شى او

سمي او زهري مواد د پوستکي او بویایي له لارې په بدن کې جذبېږي.

که د وېښتانو رنګولو هوډ لرئ نو ښه دا ده چې څو اوونۍ مخکې له دې چې امیندوارۍ ته تصمیم ونیسئ ،وېښتان رنګ کړئ.

که غواړئ د امیندوارۍ په لړ کې د وېښتانو رنګ ته بدلون ورکړئ نو د مؤقتي سپرې څخه کار واخلئ چې یوازې د وېښتانو سطحه پوښوي او پوستکي ته نه رسېږي او شیمیايي مواد یې ستاسو جنین (حمل) ته ضرر نه رسويوکار واخلئ.

که څه هم تر اوسه د FDA یا د امریکا د خواړو سازمان له خوا کومه ځانګړې څېړنه یا خاصه یادونه د تی ورکولو پر وخت د امیندوارو میندو لپاره نده شوې، خو ویل کیږي چې د تي ورکولو په لړ کې د امکان تر حده د وېښتانو رنګولو څخه ځان وساتئ.

په هېڅ ډول هم د امیندوارۍ په لمړیو دریو میاشتو کې وېښتان مه رنګوئ او مه یې بویوئ. په لمړیو دریو میاشتو کې د شیمیایي موادو منفي اغېز ډېر زیات دی نسبت دوه وروستیو ترایمسټرونو ته. (منځنۍ او وروستۍ درې میاشتې)

د بوټي رنګ کارول د امیندواره مېرمن یا ماشوم لپاره بد اغېز نلري لکه نکرېزې.

په هر حال که غواړئ په خپله په کور کې وېښتان رنګ کړئ نو لاس ماغو واغوندئ او مخ مو په ماسک پټ کړئ چې رنګ پرې رانشي.

ښه به وي که په آزاده هوا کې وېښتان رنګ کړئ او داسې رنګ وکاروئ چې امونیاک او پروکسیډ مواد یې لږ وي یا هېڅ نه وي. په ټوله کې ویلی شو چې د امیندوارۍ په لړ کې د وېښتانو هر ډول کړنه چې شیمیاي مواد پکې کارول شوي وي، باید مخنیوی وشی…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *