يوه پاکستاني خپلې ناوې ته خر ډالۍ کړی، وايي دا کار مې ځکه وکړ چې - Mohllat                      

يوه پاکستاني خپلې ناوې ته خر ډالۍ کړی، وايي دا کار مې ځکه وکړ چې

په پاکستان کې يوه زوم خپلې ناوې ته په واده کې کوټی( د خره زوی) ډالی کړی دی. په ټولنيزو رسنيو کې دغه خبر سمه غوغا جوړه کړې ده او د ټوکو باران دی. دغه کس اذلان نومیږي او مېرمن یې د واده په شپه داسې مهال هکه حیرانه کړه چې کله یې د ټولو په وړاندې یوه کوټی ورته ډالۍ کړ.
ښځه یې وايي چېرته په خيال کې یې هم نه و تېر شوي چې د واده په شپه به ورته کوټی ډالۍ کېږي خو وايي بده یې نه ګڼي، ځکه خر يو هم ښه حیوان دی بايد وپالل شي ژوند وکړي وايي خره او کوټي ترټولو زحمت کښه حيوانات دی او دوی ته بايد د قدر په سترګه وکتل شي.
اذلان چې ځان یو ډېر شوخ کس معرفي کوي وايي چې خپلې ښځې ته یې وویل چې دا کار مې د زړه څخه کړی دی په حقيقت کې هم ماته خره ډېره مينه ناک حيوانات ښکاري او هيله ده چې ښځه به ېې ورپورې ونه خاندي.
دغه پېښې ته په ټولنيزو رسنيو کې د نادو کومېنټونه کمی نه و، يوه کس ورته ليکلي و چې په دې وختونو کې ښځو ته هسې هم خپل خاوندان سړي نه ښکاري يوه دوه مياشتې به دې صبر کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *