ليلا خان: راشد خان راته د مينې وړاندیز نه دی کړی که یې وکړي
راشد خان د افغانستان د کرکټ یو ځلاند ستوری دی، دا ستوری چې اوس په نړیواله کچه د ستر شهرت څخه برخمن دی تراوسه همداسې يوازې ژوند تېروي.
د یوه لوري د افغانستان د کرکټ د لوبډلې ځینو غړو چې د راشد خان څخه یې عمر کم هم دی ودونه وکړل د بل لوري راشد خان د واده کولو په هکله سپینه خبره نکوي.
د راشد خان او بېلابېلو نجونو ترمنځ د مينې ډېرې خبرې خپرې شوې خو تراوسه راشد خان دا يوه هم نه ده تاييد کړې يوه ډېر ګرمه خبره پکې د ليلا خان او راشد خان د مينې وه.
په دې هکله ليلا خان نور طاقت نه دی کړی او خوله یې پرانيستې ده، هغه په یوه ویډیو کې ويلي دي چې راشد خان ورته د مینې وړانديز نه دی کړی ددوی دواړو ترمنځ دا ډول کومه اړیکه شتون نلري.