د شیدو او مستو حیرانوونکي ګټي - Mohllat                      

د شیدو او مستو حیرانوونکي ګټي

د شیدو او مستو حیرانوونکي ګټي
شیدې که مستې !؟

کوم یو زیات کلسیم لري ؟

کلسیم ھغه ضروري آرہ معدني عنصر دہ چې وجود ورته د رنګارنګ فعالیتونو لپارہ اړ‎تیالري.

د بېلګې په توګه ؛

د ھډوکو او غاښونو ودہ او غښتلولی،
د زړ‎ه ، شریانونو او مغز د رنځونو د مخنوي لپاره لکه – د وینې جګ فشار، د غوړ‎و (کولیسترول) کنترولول
ھم د ھغو ناروغیو په مقابل کې مقاومت پیداکوي چې د خزنده له جراثم څخه رامنځ ته کیږ‎ي لکه اسپه (تیک تیک Ticks / Typhus).
پدې بناء ډېرہ اړ‎ینه دہ باید ھغه خواړ‎ه زیات وکارول شي کوم چې د کلسیم کچه لوړ‎ه لري.

لبنیات د کلسیم اساسي توکي بلل کېږ‎ي چې ھرہ ورځ باید ورڅخه ترلاسه شي.

له ھمدې لبنیاتو څخه تر ټولو زیات کلسیم په شیدو او مستو کې شتون لري.

اوس تل دا سوال کېږ‎ي چې ایا شیدې زیات کلسیم لري او که مستې ؟

#ځواب :- په ساده ژبه باید و وایم چې شیدې د مستو په پرتله زیات کلسیم لري.

سل ګرام شیدې ۱۲۵ مليګرام کلسیم لري

او سل ګرام مستې ۸۵ مليګرام کلسیم.

لھذا شیدې د کلسیم په لرلو بډا خواړ‎ه شول.

مګر که چیرته روغتیايي ګټې نوري په نظرکې ونیول شي بیا نو مستې ګټورې ویل کیږ‎ي؛

شیدې لکتوز لري، ھغه څوک چې له لکتوز سره حساسیت لري باید مستې وخوري. (د لکتوز حساسیت څخه عبارت دی؛ د نس درد، د کلمو اویښتل ، پیچش، اسھال)
ھضمیدل د مستو تر شیدو اسانه دہ.
مستې د ھاضمې جھاز پاک او مینځلی ساتي.
مستې په معدہ او کلمو کې د میکروب د سرایت مخنیوی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *