که يوه حامله ښځه دغه څو مشکلات ولري بايد ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شي او
– سرچرخي او زړه بدیدل
– تبه
– په لاسو او پښو کي پړسوب
– نفس تنګي او سالنډي چه د روزانه کارونه مانع وي
– تر نارمل حد ډير میتازو ته تلل , دميتازو په وخت درد او سوزشت, په متيازو کي وينه ليدل
– شديد د سر درد
– دسترګو کمزوري او شيان په خاکي شکل ليدل
– وینه بهیدل
– دنس او دنس په لاندي برخي کي د درد شتوالي
– په نس کي دماشوم حرکت نه حس کول (کله چه يي په حرکت شروع کړي وي ).
– دفرج يا تناسلي ځاي څخه اوبه تلل
– دميرګي حمله پر راتلل
د پورته ذکر شوي شکايتو څخه چه يو هم وليدل شي بايد داکتر ته مراجعه وشي معاينات وکړي او مشوره تر واخلي .