ميرمني د کوروالي کولو پر مهال د نارینوو دغه (٦)کړنې هیڅ نه خوښوي او
① د جن سي اړیکې پر مهال ضربه ، دا لامل ، چې د روغتیا نړیوال سازمان په ګوته کړی په افغانستان کې يې نښې ډېرې لیدل کېږي ځکه چې دلته زموږ د ډېرو مراجعینو په وینا جنس ي اړیکي سم جنس ي تېری دی او دا خبره ډېره ځله ښځو ته له وړاندې هم ډېر وحش تناکه انځورېږي او ډېر نارینه تر اوسه هم د لومړۍ جنسي اړيکې په نازکوالي او احتیاط نه پوهېږي .
② په افغانستان کې په ځانګړي ډول د نارینوو لپاره ګډ ژوند له جن سي اړتیا سړولو پرته بل هیڅ څه نه دی ، په افغانستان کې چې کله واده کېږي او د واده شپه راځي نو نارینه خپل ټول توان د خپلې اړتیا په اړوند فکر کوي او پلان جوړوي او مقابل لوري او چمتو والي ته یې پام نه کوي . دا کیسې ځینو نجونو ته له پخوا هم شوې وي او د واده شپه ورته ډېره وحش ت ناکه انځور شوي وي او بیا ، زوم په لومړی شپه ۳ تر ۱۱ ځلو پورې هم جن سي اړیکه ساتي نو د ج نسي شریک یې د ټول عمر لپاره له ج نسي اړیکي کرکه او په خپله په اړیکي کې کرکه ورته پيدا کېږي او دا خبره که بیا وروسته اصلاح هم شي او چلند سم هم شي د لومړی شپې ډار او عاطفي او رواني نه چمتوالی یې ټول عمر له ذهنه نه وزي او رابطه د تل لپاره وژني .
③ په ډېری ټولنو کې ښځو ته دا خبره کېږي چې ګڼې تاسو په دې خاطر خلق شوي یاست چې د نرانو اړتیاوې او تندې ماتې کړئ او بس ټول عمر همدې کړنې ته تیارې اوسئ ، دغه انځور د ښځو لپاره د جنس ي اړیکي په برید د کرکې او درد لامل ګرځي ، او تر ډېره بیا له جن سي اړیکي خوند نه اخلي او په نورو برخو کې یې هم له خاوند سره ستونزې پيدا کېږي .
④ وېره ، ډار ، خصومت ، غوصه له جنس ي اړیکي څخه شرم یو بل لامل دی ، چې د نړیوال سازمان په راغلي راپور کې په ګوته شوی او دا خبره هم نیغ په نیغه له افغان ټولنې او د وګړو له اروايي حالت سره سمون خوري ، غوصه هم یو له هغو هیجانونو څخه ده چې ډېری افغانان یې په مدیریت نه پوهېږي او د ژوند په ډېر برخو یې لمن ور غوړولي او دا پورتني مسایل په ټوله کې د جنسي اړیکي پرمهال د کرکې او درد لامل ګرځي .
⑤ د جنسي اړیکي نه زده کړه : نه زده کړه او نه پوهاوی هم د روغتیا نړیوال سازمان د یوه لامل په توګه راپېژنې او دا خبره د افغان ټولنې په څېر په یوه بسته ټولنه کې خورا مهم اړخ او مورد دی .
⑥ د ناریوو د جنسي غړي بد ګڼل او خطرناکه انځورول هم د روغیتا د نړیوال سازمان له لوري د جنسي اړیکي پر مهال د کرکې او درد لامل بلل شوی .
⭕ یادونه : د تازه واده کړو جوړو لپاره تر شپږو میاشتو پورې دا ستونزه یوه عادي مسئله ده خو که وخت ووت باید درملنه یې وشي . له جنسي اړیکي واړندې باید پوره چمتوالی وشي ، خپلې وېرې او رواني ستونزي باید له یوه ارواپوه سره حل کړو ، خپل نظافت او پاکۍ ته باید جدي پام وکړو ، له روغتیايي خدمتونو باید ګټه واخلو ، که ستونزې جسمي لامل درلود باید ډاکټر ته مراجعه وکړو تر څو ستونزه په لږ وخت کې حل کړو .