کرکټ

پوهېږی راشد خان څومره شتمن دی؟ هغه څو میلیونه ډالر لري؟

د کرکټ په نړۍ کې هم لکه د نورو لوبو شتمن کسان، شتمن لوبغاړي شته دي، په نړۍ کې زيات دغه شتمن کسان د هند او اسټراليا دي د افغان وطن څخه هم په شتمنو کې د پام وړ کس شته دی. راشد خان يو له هغو افغان کرکټ لوبغاړو څخه دی چې د کرکټ د نړۍ په ټاپ شتمنو کسانو کې حسابيږي.

راشد خان په رسمي ډول د افغانستان د کرکټ‌ په ملي ټيم کې لوبېږي خو زياته ګټه یې د نورو نړيوالو ليګونو څخه ده، راشد خان د نړۍ په مطلق اکثریت لويو او کوچنيو کرکټ ليګونو ټولو کې لوبېږي.

خو زياته ګټه چې ترلاسه کوي هغه د هند د سوداګريزو ليک آی پي اېل څخه ده، د کرېک بونسر د وېبپاڼې د راپور په بنسټ راشد خان لس ميليونه ډالره شتمني لري چې په هندي روپيو دا ۸۰ کروړه کېږي.

د کرکټ په نړۍ کې بيا ترټولو شتمن دری کسان چې هغه سچن ټنډولکر ۲۰۰ ميليونه ډوني ۱۸۰ ميليونه او ويرات کولي ۱۲۷ ميليونه ډالر، دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *