ولي دځينو ښځو دکوروالي کولو څخه بد کیږي؟ - Mohllat                      

ولي دځينو ښځو دکوروالي کولو څخه بد کیږي؟

 

 

په سر کې باید وویل شي چې د مېرمنو جنسي وړتیا څو برابره له نارینه وو ډېره ده، مېرمنې له جنسي اړخه عاطفي انسانان دي، په دې مانا چې د جنسي فعالیت څخه وړاندې مینې، عاطفې او چمتووالي ته ډېره اړتیا لري

ښایي پوښتنه پيدا شي چې جنسي اړیکو ته د مېرمنو نه لېوالتیا په څه مانا ده؟ په مېرمنو کې د جنسي میل نه شتون یوه جنسي _ اروايي ګډوډي یا د جنسي میل نه شتون په دې مانا چې مېرمن جنسي اړیکو ته هیڅ علاقه، شوق او حوصله ونه لري.

دا جنسي ګډوډي په څو ډوله ځان ښودلی شي لومړی ډول یې فزیکي اړخ لري یاني جنسي غودې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي چی عموماً د مېرمنو په بدن کې د استروژن هورمون کچه را کميږي او ددې ګډوډۍ لامل ګرځي.

دوهم ډول یې په ناڅاپي ډول پيښيږي چې لاملونه یې توپیر کوي، اضطراب او له جنسي اړیکو وېره چې، واژنیزم یا د جنسي اړیکو پر مهال د ښځینه جنسي غړي مکمل بندېدل مینځته راوړي.

ددې ستونزې د حل په موخه یې لاملونو ته پاملرنه او د هغو له مینځه وړل مرسته کولی شي.

هورمونونه په مېرمنو کې د جنسي شوق کمېدو یو لامل دی خو که یې دوام وکړ ژر تر ژره له یوه ارواپوه سره مشوره وکړئ ځکه چې ښایي لامل یې د پرلپسې ارګازم یا جنسي ارضا نه شتون وي، باید وویل شي چې په هره مېرمنه کې د شیدو او استروجن هورمون توپير کوي چې همدا توپیر خپله جنسي لېوالتیا راکموي، ځينې دردونه لکه د جنسي اړیکي یا، د پارېدنې پر مهال د جنسي غړي درد، د کلیتوریس، ګېډې، تشي او ملا دردونه کولی شي جنسي لېوالتیا له مینځ یوسي.

مېرمنې د واژنیزم په نوم یوه اروايي ګډوډي لری چې له شک پرته ددې دا ستونزه هم رامینځته کولی شي، بل دا چې ځیني مېرمنې د ۴۵ تر ۶۰ کلونو پورې په ذاتي ډول بې میله کېږي او دا یې د عمر او سن غوښتنه ده، د نارینه وو ستونزې هم پرې منفي اغېز کوي، ژر انزالېدل، نه انزالېدل، د اړینو مهارتونو نه لرل، سستي او ټنبلي دا ټول د مېرمنو لپاره مهم دي او پر جنسي لېوالتیا باندې یې اغېز کوي، په عاطفي اړیکه کې ستونزه یا د مینې او صمیمت نه لرلو ستونزې (د خولې خبرې، د بدن خبرې، لمسي چارې او د بدني پوهې نه شتون) ځينې اروايي ستونزې لکه ژورخپګان، اضطراب، ذهني فشار، ټروما او وېره هم په مېرمنو کې د جنسي لېوالتیا د کموالي لامل ګرځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *